نظــر

د اسلامي دولت پر ضد جګړه؛ امریکا بیا راځي؛ خو …!

لیـــکوال: عبدالبــاري عــطوان
د منځنـي ختیـځ د چارو کارپـوه
ژباړن: احمدالله احمدزی

څوک چې لويديځ کې ژوند کوي او د حکومتونو د سياسي او نظامي پرېکړو په اړه د عامه افکارو جوړولو پروسه څاري، نو پوهيږي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره ورځ د استراليا بريزبين ښار کې د شلو اقتصادي هېوادونو په ستره غونډه کې وويل: «موږ به هيڅکله هغو سيمو ته د خپلو عسکرو په لېږلو کې سستي ونه کړو، چې اسلامي دولت په کې حاکم دی او د اتومي وسلو پر ضد به خپل غبرګون ښييو، مګر موږ وايو، چې دمګړۍ دې عراقي عسکر خپله دنده تر سره کړي» د اوباما له دې څرګندونو ښکاري، چې عراق او سوريې ته د امريکایي پلیو ځواکونو د لېږلو پرېکړه لا وار د مخه شوې، مګر دوی د يوې بهانې په لټه کې دي، چې د عسکرو لېږلو لپاره يې ولټوي او اوس يوازې د عسکرو د استولو چاره پاتې ده، نور هر څه شوي دي.

امريکايي ولسمشر بارک اوباما عراق کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۳۱۰۰ ته ورساوه او تېره اوونۍ یې ټينګار وکړ، چې عراق کې به د امريکايي عسکرو شمېر نور هم زياتيږي او ويل يې، چې د دغو امريکايي عسکرو د لېږلو يوازنۍ موخه د اسلامي دولت پر ضد د عراقي ځواکونو روزنه ده او بس.

موږ فکر نه کوو، چې د عراق پوځ دې دومره ډېرو روزونکو ته اړتيا ولري، مګر هغه مهال، چې د عراقي عسکرو شمېر ميليونونو ته رسيږي او موږ اوس په زغرده ويلی شو، چې امريکا او عراق په ګډه پرېکړه کړې، چې امريکايي عسکر دې عراق او سوريې ته نه ننونځي، مګر د اسلامي دولت د ځپلو په نوم.

امريکايي او عراقي چارواکي د خلکو په ذهن کې دا ورکوي، چې دوی د ښکېلاکګرو په توګه نه، بلکې د دوستانو په بڼه عراق ته داخليږي، مګر واشنګټن لپاره به دغه مداخله په کومه بيه پرېوزي؟

زه د خپلې خبرې او وړاندوينې لپاره يو شمېر دلايل لرم:

اول: امريکايي او نړيوال نظامي کارپوهان په دې خبره سره متفق دي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونو ګټه د نشت برابر ده او تر څو چې عر اق او سوريې ته ځمکني پوځونه نه وي لېږل شوي؛ نو دا جګړه ګټونکې نه بريښي.

دوهم: غربي باوري سرچينې وايي، چې امريکايي عسکر عراقي پوځ سره په ګډه تياری کوي، چې د الانبار ولايت سيمې او ښارونه له اسلامي دولت څخه ونيسي او همدا‌ رنګه د بيجي ښار محاصره هم ماته کړي، چې د عراق د پيټرولو او ډيزلو شپيته سلنه اړتياوې پوره کوي.

درېيم: عراق ته د امريکايي پوځ لوی درستيز جنرال مارټن ډيمپسي ناڅاپي سفر او هلته يې عراقي حکومت ته وړانديز وکړ، چې يو شمېر سختې جګړه ځپلې سيمې «نينوا، د عراق او شام سرحدي سيمې» ته به اسلامي دولت سره د جګړې لپاره امريکايي عسکر ولېږي او د عراق لومړ وزير حيدرالعبادي وايي، چې ده د امريکا دغه وړانديز رد کړی دی.

څلورم: د امريکا ډېری عربي ايتلافي هېوادونو، لکه سعودي عربستان، اماراتو، اردن او قطر او د دې تر څنګ ترکیې هم عراق او سوريې ته د امريکايي پلیو ځواکونو د استولو مخالفت کړی او عراقي لومړی وزیر حيدر العبادي هم په دې اند دی، چې عراق پرديو عسکرو ته اړتيا نه لري او عراقي عسکرو سره ولسي ملاتړ شته او ولسي اربکيان د عراقي پوځ په ملاتړ د اسلامي دولت پر ضد جنګيدای شي.

د عراقي لومړي وزیر څرګندونې داسې ښکاري، چې پر هغو پټو پلانونو او خبرو پرده اچول غواړي، چې د امريکايي پوځ لوی درستيز سره یې کړي دي، چې عراق ته به نور امريکايي عسکر لېږي؛ ځکه چې د حيدرالعبادي دا انکاري څرګندونې هيڅ معنا نه لري او په خبرو کې يې څرګند ټکر دی.
حيدر العبادي عراق ته د بهرنيو عسکرو د ورتلو مخالف دی، مګر دې ته نه ګوري، چې اوس هم زرګونه امريکايي عسکر په عراق کې پراته دي او نور هم ورځي. ستا پر خاوره د پرديو عسکرو وجود بيا دا نه ګوري، چې عملي جګړه کې برخه اخلي او که ستا د عسکرو روزنه کوي. پردي عسکر د اشغال په معنا دی او نورې تفصيلي خبرې هر چا ته معلومې دي.

د اوباما دې خبرې ته بايد پام وکړو چې «که اسلامي دولت اتومي وسلې تر لاسه کړې، موږ به سيمې ته د ځمکنيو عسکرو په لېږلو کې سستي ونه کړو»
نو اوس دا اتومي وسلې چېرته دي، چې اسلامي دولت به يې تر لاسه کوي او بيا به امريکايي عسکر سيمې ته ځانونه رسوي.
دا وسلې په عراق، سوريې او که ايران کې دي؟
په سيمه کې یوازینی هېواد چې اتومي وسلې لري، هغه اسراييل دي، نو اسلامي دولت کولای شي، چې په اوس وخت کې اسراييل ونيسي او اتومي بټۍ يې به خپل کنټرول کې واخلي او دا به څنګه ممکن وي؟
اصل خبره دا ده، چې امريکا ګردې سيمې لپاره پياز په ګنډه وهلی او عراق ته به خپل پوځونه رالېږي، مګر د يو ښه(!) نوم تر عنوان لاندې، هغه عربي سيمه د اسلامي

دولت له ګواښه ژغورل دي او غربي سرچيني وايي، چې سپينې مانۍ پرېکړه کړې، چې عراق ته به اته زره عسکر ولېږي.
دا څه تصادفي خبره نه ده، چې اسلامي دولت دې امريکايي پخوانی عسکر «پيټر کاسيګ» د سوريې شمال دابق سيمه کې د کامرې مخې ته وژني او خپل پيغام ورسره راولېږي.

د اسلامي دولت وياند په انګريزي وايي: «موږ لومړی صليبي عسکر په سوريه کې وژنو او د نورو صليبيانو د راتلو په تمه يو»
امريکايي ولسمشر بارک اواما وړمه ورځ امريکايي تلويزیون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی به ډېر ژر د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو تر څنګ ځمکني عمليات هم پيل کړي. نو ايا جنرال ډيمپسي عراق ته د سفر پر مهال خپلو عراقي ايتلافيانو سره په دې اړه خبرې اترې کړي؟

ايا موږ يو ځل د عراق او ان د سوريې د اشغال په درشل کې يو؟
ايا امريکا به يو ځل بيا خپلې پخوانۍ تېروتنې تکراروي او كه له هغو تېروتنو به عبرت اخلي؟
امريکا يو ځل بيا د غلطو پرېکړو له امله عراق او سوريه کې د وينو ډنډ کې د راګېرېدو په درشل کې ده او درې کاله وړاندې، چې له عراقه ووته او اوس بېرته بيا راځي، نو دې سره به امريکا د سترو مالي او ځاني تاوانونو ګالل زغمي او مخکې يې هم زغملي او د عربي سيمې په اړه مو مخکې هم وړاندوينې کړي او اوس يې هم کوو، چې راتلونکې مياشتې او کلونه به د ناببرو پېښو شاهد دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x