افغانستان

سرنوشت: حکومتي مشرانو ته څوکۍ غنیمت ښکاري

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): له کابله خپرېدونکي ورځپاڼې سرنوشت دخپلې تازه ګڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د نوي حکومت دواړو مشرانو ته په کابینه څوکۍ داسې ښکاري لکه غنیمت چې يې نیولې وي.

ورځپاڼې د «سرپرستان نور د زغملو نه دي!» ترسرلیک لاندې په سرمقاله کې لیکي چې د کابینې په جوړوېدو کې نه ژمنتیا مهمه ده او نه هم اهلیت په نظر کې نیول کېږي، بلکې دواړه مشران هڅه کوي چې په مساوي وېش کې دې ته پام وکړي چې څومره څوکۍ چاته رسېږي.

ورځپاڼه لیکي: «د خبرو ډول داسې دی لکه دوی چې کوم غنیمت نیولی وي او اوس یې په ویش سره نه جوړیږي. دلته خبره د خدمت نه ده، خبره د اهلیت، زده کړو، تجربې، وړتیا او ژمنتیا هم نه ده، بلکې خبره دا ده چې په دغه ویش کې څومره څوکۍ چاته رسیږي. څوکۍ هم د خدمت لپاره نه، څوکۍ د واک او امتیاز لپاره.»

تېره ورځ عبدالله عبدالله په فهیم روزنځي کې امنيتي ځواکونو ته په خبرو کې وویل چې دکابیني جوړښت نظرونو او مشورو ته اړتیا لري، خو د ورځپاڼې په قول د کابینې په جوړښت کې ټوله خبره د څوکیو په وېش کې ده، چې اجرایوي ریس پوره پنځوس سلنه برخه غواړي، خو اشرف غني ورسره په ځينو برخو کې نیمايي وېش نه مني.

د ورځپاڼې په قول سرپرستانو دې ورځو ته د چور وروستۍ ورځې ویلي، ځکه خو په ځينو ادارو کې فساد او لوټ وروستي حد ته رسېدلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې ملت په ینو کې لمبېږي، مشران ددې پرځای چې د ملت د هوسايي فکر وکړي، پر دې يې زور دی چې څرنګه ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي.

تر  دې وړاندې اشرف غني د حکومت په لومړۍ ورځ د کابینې وروستی ضرب الاجل پنځه څلوېښت ورځې ټاکلی و، خو پکې بریالی نه شو.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې دواړه مشران باید ملت له وینو، وژنو، فساد، چور او چپاوله خلاص کړي او د څوکیو تر ډېرښت دې د ملت په ستونزو فکر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x