افغانستان

د 50 تنو امنیتي او دولتي کسانو په بدل کې طالبانو د خپلو 12 تنو د خلاصون غوښتنه کړې

mujahideenنن ټکی آسیا: وړمه ورځ طالبانو به کنړ کې پنځوس تنه امنتي او دولتي چارواکي برمته کړي وو، چې بیا وروسته دولتي چارواکو هم دا خبره ومنله، او مسله یې د سیمي مشرانو ته وسپارل، تر څو دا مسله حل کړي، پرون سیمه ایزو مشرانو ویلي چې دوی د طالبانو سره په دې اړه خبري کړی، او طالبانو ددوی څخه د خپلو 12 تنو د خوشي کېدو غوښتنه کړې چې اوس د افغان دولت سره بندیان دي.

مشرانو ته تر اوسه دا نه ده په ډاګه سوې چې طالبان کوم ملګري خلاصول غواړي.

تر اوسه د مشرانو په دې توانېدلي چې هغه ملکي کسان چې طالبانو په دغه پنځوسو کسو کې نیولي وه، د طالبانو څخه را خوشي کړي، او پاته کسان چې ټوله یې امنیتي کسان دی، تر اوسه په بند کې پاتي دي، او لا یې د بر خلیک په اړه مالومات نسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x