افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: دولتي وسایل دې شخصي نه استعمالېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد پر ولایتونو سربېره په مرکز کابل کې هم ګڼ دولتي وسایل د شخصي کارونو لپاره کارېږي.

په ښار کې په یوه ورځ کې له ګڼو داسې پېښو سره مخ کېدای شئ، چې د ملي اردو په رینجر موټر کې به د کوم واده لپاره لوښي بار شوي وي او په یوه شغ به مو تر څنګ تېر شي.
دولتي موټر چې د ملي اردو او پولیسو رینجرې هم پکې شاملې دي، د رخصتیو په ورځو کې د شخصي کارونو او میله ځایونو ته د فامیلونو د وړلو لپاره ښې وسیلې ګڼل کېږي.

پر دې سربېره ګڼې داسې پېښې ثبت شوې دي چې د اردو کسان په ښارکې په رڼا ورځ د خپل موټر له شا نه د تېلو ګیلن د څو پیسو په بدل کې د یو دوکاندار مخې ته ږدي.

ویل کېږي پر پورته کارېدلو سربېره ځينې دولتي موټرې د اخلاقي فساد لپاره هم بې له کومې پلټنې کارېږي.

د کابل ښار په چهلستون کې حضرت عمر رضی الله عنه مسجد ته څېرمه په تنګه کو څه کې درې خړې رینجرې ولاړې وي، چې یو تن ځوان د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته د دې رینجرو د راتګ علت په یوه کور کې د یو افسر د بداخلاقي ښکېلتیا وګڼله.

نوموړي وویل، چې یو پوځي افسر له خپلو ساتونکو سره په دې کوڅه کې یوه کورته په رڼا ورځ ورځي، سره له دې چې هیڅ خپلوي سره نه لري.

هغه وویل: «دا خلک له تېر ژمي راهیسې دلته اوسېږي، او دغه افسر بې له ناغې د هرې پنجشنبې په مازیګر ورکره راځي او ساتونکي يې په کوڅه کې پیره کوي.»

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر عمر داودزي وویل چې که دولتي وسایل شخصي استعمال شي، له کارېدونکو سره به يې قانوني چلند وشي.

ویل کېږي ډېری وخت داسې ګواښمن فرمانونه د وزارت تر دېوالونو د باندې نه راوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x