افغانستان

عبدالله عبدالله: د کابینې رامنځته کول مشورو ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت نیم واکدار او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايی چې د کابینې رامنځ ته کول، مشورو او نظرونو ته اړتیا لري.

نوموړي پرون په فهیم روزنځي کې افغان عسکرو ته په خبرو کې وویل چې که څه هم د کابینې په اعلان پورې د ډېرو ستونزو حل تړلی دی، خو باید مشورې او نظرونو ته ارزښت ورکړو.
عبدالله عبدالله وویل چې د ده او د ګد حکومت د بل واکدار اشرف غنی ترمنځ د کابینې په سر د اختلاف خبره بنسټ نه لري.

نوموړي وویل چې حکومت د کابینې تشکیل ته اړتیا لري، خو په هماغه اندازه باید په دقت او مشورو وړاندې لاړ شو.

تر دې وړاندې د ګډ حکومت مشر د خپل حکومت په لومړۍ ورځ د کابنیې د اعلان لپاره وروستۍ ضرب الاجل پنځه څلوېښت ورځې وښودې، چې په تېرېدو يې لا هم کابینه اعلان نه شوه.

د ګډ حکومت دواړه مشران وايي چې د دوی د کابینې په جوړښت کې دقت ته اړتیا لري.

ځينې سرچينې بیا وايي چې د دواړو مشرانو ترمنځ د کابینې په جوړښت کې خورا ژور اختلاف دی. دواړه مشران د خپلو ټاکنیزو کمپاینرانو تر سخت فشار لاندې دي چې ډېری يې والیان او د ولسي جرګې وکیلان دي.

دوی له خپل هر یوه مشره په ټاکنيز کمپاین کې د خپل لګښت په بدل کې د لوړو پوسټونو تمه لري چې وزراتونه يې په سر کې راځي.

تېره ورځ مشهورې لویدیځې ورځپاڼې نیویارک ټایمز پخپله یوه تبصره کې د ځينو مبصرینو له خولې لیکلي وو، چې د دواړو مشرانو تر پردې شاته جنجالو ته په کتو ښايي د کابینې اعلان راتلونکي کال ته پاتې شي.

له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې سرنوشت بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي چې د کابینې په جوړوېدو کې نه ژمنتیا مهمه ده او نه هم اهلیت په نظر کې نیول کېږي، بلکې دواړه مشران هڅه کوي چې په مساوي وېش کې دې ته پام وکړي چې څومره څوکۍ چاته رسېږي.

یاده دې وي عبدالله عبدالله امنیتي ځواکونو ته په هغه روزنځي کې خبرې کولې، چې څو میاشتې وړاندې پکې مشهور امریکايي قومندان د رفیع الله په نامه د اردو دیو عسکر له لوري ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x