افغانستان

«پارلماني ټاکنې به د شفافیت په خاطر وځنډېږي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): پورته خبره د ګډ حکومت د مشر حقوقي سلاکار عبدالعلی محمدي د پارلماني ټاکنو د څارني په موخه د جوړېدونکي کمیسیون غړو ته وکړه.

د اشرف غني سلاکار وویل چې که څه هم د ټاکنو ځنډېدل بشپړ د قانون ماتونې مانا لري، خو په خبره يې د شفافیت او رڼو ټاکنو په تمه باید د بریښنايي تذکرو له وېش وروسته ټاکنې ترسره شي.
نوموړي وویل چې که په اټکلي ډول د ورځې پنځوس زره تنه بريښنايي تذکرې واخلي نو موږ مجبور یو چې اتلس میاشتې صبر وکړو، په داسې حال کې چې د دومره شمېر تذکره اخیستونکو لپاره ډېرې بشري قوې ته اړتیا ده، چې اوس په کافي اندازه قوه ورته نشته.

عبدالعلي محمدي تېره ورځ د پارلماني ټاکنو لپاره د اکسین په نامه د جوړېدونکي کمیسیون غړو ته خبرې کولې، نوموړي په داسې حال کې د قانون ماتونې خبره وکړه چې تر دې وړاندې نیویارک ټایمز د افغان کابینې اړوند د ځینو سیاسي مبصرینو له خولې ویلي و، چې ښايي کابینه راتلونکي کال ته وځنډېږي.

پر دې سربېره په ګډ حکومت کې د اجرایوي پوسټ موجودیت هم د اساسي قانون له اوسنۍ مسودې سره بشپړ په ټکر کې دی، چې د قانونیت لپاره به يې قانون بدلېږي.

که څه هم عبدالعلی محمدي د پارلماني ټاکنو لپاره بریښنايي ټاکنې د شفافیت په خاطر اړینې وبللې، خو په ټول افغانستان کې د بریښنايي تذکرو وېش له خنډونو سره مخ دی.

په بریښنايي تذکرو کې د ملت او اسلام د کلمو اړوند لا ولسي عقده پر ځای پاتې ده، چې خلک به يې اخیستو په ډاډه زړه حاضر نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x