افغانستان

كندهار: علماو پر جوماتونو، مدرسو او کورونو چاپې په کلکه وغندلې

ulama_ghondaنن ټکی آسیا: د کندهار علماو په یوه غونډه کې د بهرني او افغاني ځواکونو له خوا پر جوماتونو، مدرسو او کورونو باندي چاپې او زوروني په کله وغندلې، او غوښتنه یې وکړه چې دا زوروني دي نوري بندي شي.

دغه غوښتنه چې د کندهار په سلګونو دیني عالمانو د یوې غټي غونډي په ترڅ کې وکړه، د سیمي مشهورو او مخورو عالمانو په کښي برخه اخیستې وه،

او د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا، د ولایتي شوری رییس احمد ولي کرزی، او د ملي امنیت رییس جنرال محمد نعیم مومن هم ور بلل شوی وو.

غونډي ته ځينی علماوو ویناوي هم وکړي، او وې وویل چې په دې وروستو کې د بهرنیانو او داخلي پولیسو او ملی امنیت له خوا دوی په یوه او بله بهانه زورول کیږي، او ناوړه سلوک ورسره کیږي، ددوی جوماتونه، مدرسې او کورونه هر وخت تلاشي کیږي، او بې حرمتي یې کیږی..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x