دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کی(۶)

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

ددې څخه دامعلومه شوه چی داسلام څخه مخکی حجاب شتون درلودی اوپوره ارزښت ئې هم درلودی، چی پردې باندی به زه انشاء په راتلونکوپاڼوکی پوره رڼاواچوم۔

الله جل جلاله دبشریت سترلارښودصلی الله علیه وسلم ته فرمایی:
ژباړه:
ای نبی ووایه ښځوته دې اولوڼوته دی، اوښځو(دنورو) مومنانوته چی خواره دی کاندی پرټولوځانونوخپلوله ټکریو(پورڼو)خپلوڅخه دغه (پټول دبدن) نژدې دی دې ته چی وبه پېژندی شی دوی (چی اصیلی دی) په تکلیف به ونشی رسولی دوی ته (په ګمان دوینځو) اودی الله ښه بښونکی (دخطیاتو) ډېررحم والا(په انعام داجراوثواب سره) سورت الاحزاب 59)۔

یعنی وروسته دټول بدن له پټولوڅخه دټکری (پورڼی) څه برخه پرسراوڅه برخه ئې له سرځنی راښکته کی پرخپله څیره باندی ئې وځړوی، په روایاتوکی راغلی دی چی وروسته ددې ایت له نزوله مسلمانوښځوبه خپلې څیرې اوټول بدنونه په خپلوټکریو(پورڼو) سره پټول اوبیابه دباندی داسی وتلی چی یواځی به ددوی یوه سترګه ښکارکیده چی په هغه سره لاره ومومی، له دی نه معلومه اوثابته شوه چی دفتنې اوفسادپه وخت کی ښایی چی ازادې اصیلې ښځې خپله څیره هم پټه کړی، اووینځې دشدیدضرورت که کبله نه دی مکلفې؛ حضرت شاه صاحب رحمة الله عليه ليکی: چی ((ښه وپېژندله شی چی داوینځه نه بلکه بی بی ده، دننګ اوناموس مېرمن ده بدبخته اوبدناموسه نه ده، بدذاته نه ده، بلکه دانیکه بی بی اونیکبخته ده، نوځکه بدنیته خلک هغوی ته لاس نه غځوی اوحجاب ئې نښه ده، چی داحجاب دبهترۍ حکم دی، اودحیاسمبول دی۔ (تفسیر عثمانی، دوهم ټوک، 705 صفحه)۔

جلابيب په اصل کی د((جلباب) جمع ده، چی دعام پورڼی څخه غټ اوښځې خپل سرونه اوسېنې په پټوی، ځینی علماء لیکی چی جلباب وملحفې ته وایی یعنی هغه پورڼی چی ټول بدن پکښې پټ شی۔
(لسان العرب ماده، جلب، ج 1، ص 272)

ملحفه دهغه ټوکرڅخه عبارت ده، چی دژمی په ډېریخ کی ئې سړی پرځان اچوی، اوخپل ټول بدن ئې په پټ کړی وی، ودې ته لحاف وایی۔
(لسان العرب ماده، لحف، ج9، ص 214)

علامه ابن منظوررحمته الله علیه وایی : چی جلب اوجلباب په لغت کی له اره(اصل) څخه وپټیدوته وایی، چی دلته هرهغه رخت ورڅخه مراددی چی ښځه پکښې ځان پټوی۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x