افغانستان

د فراه چارواکي: سلګونو طالبانو په بالابلوک برید کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د فرا ولایت چارواکي وايي چې سلګونو طالبانو نن سهار پر بالابلو ک ولسوالي برید کړی دی.

د فراه ولایت د والي ویاند جواد افغان وايي چې سلګونو طالبانو پر بالابلوک ولسوالي له دریو اړخونو بریدونه کړيدي، چې لا هم سخته جګړه روانه ده.

د نوموړي په خبره تر اوسه پورې دوه پولیس وژل شوي او په خبره يې پنځه غیر نظامي کسان طالبانو ژوندي نیولي.

جواد افغان وايي چې تر اوسه په جګړه کې اته طالبان له منځه تللي دي.

طالبانو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

بشپړ جزییات وروسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x