نظــر

کندهار او په سوړو ننوتي چارواکي

زخمي افغان

په کندهار کې عمومي نظامي او امنیتي وضعیت  د هغه څه کاملا برعکس دی ، چې مطبوعات یي په اړه اوازې خپروي،دا ولایت  د پخوا غوندې اوس هم په جنوب کې د جهاد یو تود ډګر دی، چې تراوسه په کې ګڼ شمیر بهرنیو عسکرو او د هغوی داخلي لوړپوړو ګوډاګیانو سرونه خوړلي .

د روان کال د نومبر میاشتې په پیل کې د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د مجاهدینو په یوه هدفي برید کې له منځه لاړ، په تیر نږدې وخت کې په دې ولایت کې ګڼ مهم چارواکي د مجاهدینو د بریدونو ښکار شوي او له منځه تللي ، له دې  جملې د دې ولایت مرستیال عبدالقدیم پتیال، دارغستان امنیه قومندان ،د غورک ولسوالۍ امنیه قومندان ،دنېش ولسوالۍ  ولسوال،د ژړۍ داستخباراتو مشر  او ګڼ شمیر نور مضر چارواکي چې د مجاهدینو لومړني اهداف بلل کیدل، په تازه  بریدونو کې وژل شوي دي.

د کندهار ښار اوسیدونکي وایي،چې په ښار کې د والي  او امنیه قومندان په شمول چارواکي ټول د طالبانو له ویرې سخت وهم اخیستي او همدا لامل دی چې په خپلو  دفترونو ننوتي اوکله هم بهر نه راوځي، دعیني شاهدانو په وینا د چریکي مجاهدینو د بریدونو له ویرې چارواکي نه شي کولای چې دښار په سرکونوآزاد وګرځي، که کوم لوړپوړی چارواکی د ضروري کار له وجهې غواړي دښار له یوې برخې بلې ته لاړ شي، نو مجبور دی چې لومړی دخپل مسیر په اوږدو کې ټولې لارې وتړي، او بیا په عمومي واټ تګ راتګ وکړي.

د کندهار مجاهدین وایي، ددوی ښاري عملیاتو ددښمن لوړپوړي چارواکي نظربند ساتلي،چې کله هم له خپلو دفترونود  راوتلو زړه نه شي کولای، مجاهدین وایي دوی دکندهار ښار په ټولو سیمو کې د چریکي عملیاتو توانمندي لري او که مستهدف دښمن لږ هم  ځان ښکاره کړي، نو دوی به ورته عبرتناک درس ورکړي.

د کندهار ښار غوندې په نورو ټولو  ولسوالیو او شاوخوا سیمو کې هم مجاهدین حضور لري، او خپلو جهادي عملیاتو ته دوام ورکوي،څه موده وړاندې دمجاهدینو دعملیاتو په نتیجه کې دکندهار ریګستان ولسوالي ونیول شوه چې تراوسه د مجاهدینو په ولکه کې ده ،د غورک په ولسوالۍ په بریالیو عملیاتو کې مجاهدینو ددښمن پنځه پوستې فتحه  او تر شلو زیات ددښمن عسکر یي ووژل په دې عملیاتو کې مجاهدینو ته ګڼ شمیر وسلې هم په لاس ورغلې.

څه موده وړاندې ددښمن هغه  ستره قوه چې د غورک په خوا روانه وه مجاهدینو دخاکریز ولسوالۍ د اسد په سیمه کې تر برید لاندې و نیوله چې په ترڅ کې یي ددښمن ګڼ پوځي موټر تباه او سپرو عسکرو ته یي دروند زیان واوښت ، ددې برید په پایله کې ددښمن قوه په ناکام  او شکسته حالت کې بیرته دکندهار ښار په خوا وتښتېده .

په خاکریز کې په دې وروستیو کې د ناصرو او څاګي په سیمو کې هم په دښمن درانده بریدونه وشول  هغه عملیات چې د تیرې جمعې تر ورځې روان وو، مجاهدینو په کې ددښمن پنځه پوستې له منځه یووړې او دښمن ته یي دسر دروند زیان واړاوو.

دا یوازې هغه مهم عملیات دي چې په نږدې وخت کې یي صورت موندلی، له دې مهمو عملیاتو سره په څنګ کې په دې ولایت کې د مجاهدینو بریدونه  په مسلسله توګه جریان لري،چې دښمن یي له سختې وارخطایۍ سره مخ کړی دی .

د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ دنوي ګوډاګي حکومت په راتګ سره ځیني مغرضې رسنۍ هڅه کوي،چې په هره برخه کې په دروغو د چارواکود کامیابۍ اوازې خپرې کړي، په دې لړ کې دکندهار ګوډاګي چارواکي هم په خپلو چارو کې دبریا دعوه کوي، او له ښاره د طالبانو د تمبولو لاپې وهي.

خو باید دې ته مو پام وي، هغه چارواکی چې دخپل مرستیال والي ساتنه نه شي کولای، هغه امنیه قومندان چې دډار له امله  له خپل دفتر څخه حتی د قومندانۍ انګړ ته په ډاډ نه شي راوتلی، په کوم مخ به د بریا دعوه کوي، که په دې ښار کې طالبان نه وي، نو آخر دغه چارواکي دچا له ویرې  په غارونو ننوتي او له هیچا سره  لیدل کتل نه کوي.

آیا ددوئ له خلکو ستر دی  او که  له پیریانو ډاریږي ؟؟

معلومه خبره ده چې همدا د چریکي مجاهدینو بي ساری نفوذ دی چې د کندهار د ګوډاګیو چارواکو خوبونه یي تښتولي دي، چې اوس په دروغو خپل ورپیښه رسوایي پټوي .

ژوندي دې وي د کندهار سربکف ښکاریان ، هغه چریکي مجاهدین  چې په خپلو رسا وارونو یي د دین او وطن دښمنان د مرګ په تبه تبجن ساتلي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x