fbpx

همدرد: په شمال کې حکومت ته تسليمېدونکي جعلي طالبان دي

khan_hamdard_paktia د قومونو په  چارو كې د ولسمشر كرزي سلاکار او د پکتيا والي جمعه خان همدرد وايي، چې په  شمال کې دولت ته تسليمېدونکي جعلي طالبان دي او د يوې ځانګړې ډلې لخوا پر وسلو سمبال شوي دي.

همدرد دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

همدرد په دې مرکه کې د شمال د تسليمېدونکيو مخالفينو ترڅنګ او په دغه سيمه کې د قومي مشرانو او حزب اسلامي د قوماندانو د وژل کېدو، د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو، د شمال د امنيت او بيارغونې په اړه هم ځينې څرګندونې کړې، چې د پژواک لوستونکيو ته د سوال او ځواب له مخې وړاندې کېږي.

پوښتنه: په دې وروستيو کې په شمال کې د ډېرو مخالفينو د تسليمېدو خبرونه ورکول کېږي، ايا دا رښتيا مخالفين دي؟

ځواب: نه هيڅكله نه! دغه هغه واقعي طالبان نه دي، چې شته، دا هغه ملېشې وې، چې د شوراى نظار د ډلې لخوا د ټاكنو د ګډوډولو لپاره په لوى لاس جوړې شوې وې او وسلې يې پرې وېشلې وې، دوى نن غواړي په دې نوم كرېډيټ واخلي او هره ورځ په رسنيو كې خبر جوړ كړي او خبر وركړي دا هغه رښتينې موضوع نه ده، چې په رسنيو كې انعكاس وركوي يا يې وركړى.

له بده مرغه دا پنځه مياشتې كېږي، چې همدغو خلكو ته وسلې وېشل كېږي، حال دا چې موږ ټاكل شوى حكومت لرو، نظام لرو او نړيوال ځواكونه هم د امنيت په خاطر شتون لري، نو اړتيا څه ده چې يوې ډلې خلكو ته وسلې وېشل كيږي، هغه هم د بلې ډلې د ټكولو په موخه، په دغه کارسره عام خلک د طالب او حزب په نوم تورنوي او له منځه يې وړي او دغه يو لوى ناورين په افغانستان او په ځانګړي ډول په شمال كې روان دى، نور دغه وضعيت د زغملو نه ده، دوى چې دغه كار كوي، نو د سيمه ييزو پوليسو نوم ورته کاروي، سيمه ييز پوليس ځانته پروسيجر لري، چې هغه بايد د شوراګانو له لوري وګومارل شي او هغوى بايد د ټولو قومونو استازيتوب وكړي او له داسې مخالفينو سره تړاو ونه لري، دوى له دې نوم څخه غلطه استفاده وكړه او دا وسله يې يوې ډلې ته ووېشله او تاسې وليدل، چې د ولسي جرګې ټاكنې همدې ډلې خرابې كړې، نو اوس څه شول هغه طالبان؟ چې ټاكنې يې ګډې وډې كړې، دغه هسې ساختګي طالبان وو، چې پرون وو او نن نه شته، د شمال په ځينو سيمو او كندوز كې به وي، خو په ډېرى ځايونو كې خاصتاَ په مزار كې دغه يوه ډرامه ده.

پوښتنه: دولت په دې كې څومره بريالى دى، چې همالته د دغه ډول كړنو مخه ونيسي؟

ځواب: مخكې مې وويل، چې نظامي او ملكي اداره، ځمكې، اقتصاد، تجارت او وسلې توزيع كول دا ټول له يوې ډلې سره دي، همدغه حكومت دى، هم اپوزيسيون دى او هم حكومت او په شمال كې بل د حكومت سړى نه شته، پرته له دوى (شورانظار)، نو څنګه به د داسې كړنو مخه ونيول شي.

پوښتنه: په دې ورستيو كې ځينې قومي مشران د هېواد په شمال كې په مرموز ډول وژل كېږي ايا تاسو په دې اړه څه نظر لرئ، چې په دغه كار كې به د چا لاس وي؟

ځواب: په شمال كې خو تاسې وينئ، چې پخوانۍ ستونزې لا شته، خو په دغو دوو كلونو كې دا مشكلات ډېر زيات شوي دي، خصوصاً د جهادي او قومي مشرانو حتا د لويې جرګې د وكيلانو په كچه ترور شول، البته له پنجشېر، بدخشان، فارياب بيا تر بادغيس پورې دا لړۍ غځېدلې ده، تاسې وليدل، چې څلور مياشتې مخكې زموږ يو ولسوال، چې په يوه جلسه كې غږېدلى وو، په همدغه جرم شهيد شو، نوموړى زموږ يو له با احساسه ځوانانو څخه وو، ښه فكر او مفكوره ورسره وه، جوشنپور نومېدۀ، يوازې په دې تړاو، چې له حزب اسلامي سره يې اړيكې لرلې.

پوښتنه: تاسې څه فكر كوئ، چې دغه قومي مشران د چا له لوري او ولې وژل كېږي؟

ځواب: كه ښكاره ووايم، کوم چې زموږ جهادي قوماندانان او كه مشران وژل كېږي دا د شوراى نظار له لوري وژل كېږي، دوى تل حزب اسلامي د هغې ډلې په تور تورنوي، چې عملاً د دولت پر خلاف جنګيږي، خو داسې نه ده، په ټول شمال كې كه تاسو حزبيان ګورئ له دولت څخه يې ملاتړ كړى دى، يواځې په ټاكنو كې نه، بلكې په ټولو مسايلو كې يې تر شا ولاړ دي او يواځنى لوى جرم يې دا دى، چې پخوا د روسانو پر خلاف له حزب سره ولاړ وو او تر ټولو يې زياته ونډه په جهاد كې درلوده، خو اوس يې له اوسني رژيم او دولت سره په هره مسله كې كلك ملاتړ كړى دى او زياته ونډه لري، نو پر همدې تور وژل كېږي، لوى ثبوت يې دا دى، چې د تېر كال راهيسې يواځې د مزارشريف په ښار كې شل تنه وژل شوي، همداسې په كندوز، تخار، بدخشان، سرپل او جوزجان كې په مرموز شكل مشران وژل كېږي، ستونزه يواځې دا نه ده، چې يو شمېر مشران وژل كېږي، د دې ترڅنګ يو شمېر نور مشكلات هم شته.

پوښتنه: د ولسمشرۍ په ټاكنو كې هغه مشران، چې له وتلو کانديدانو يې ملاتړ اعلان كړى و، ووژل شول، ستاسو په اند دغه كار په كوم تور د چا لخوا شوى او لامل يې څه و؟

ځواب: واضح مې ويلي او وايم يې، هغه خلك چې د ولسمشرۍ په ټاكنو كې يې له ولسمشر كرزي څخه ښكاره ملاتړ اعلان كړ، هغه يا وژل شوي او يا به واورئ، چې وبه وژل شي او دا لړۍ به دوام لري، دوئ (شوراى نظار) دغه فكر كوي، چې شمال زموږ دى او وايي، چې كه موږ له دولت څخه ملاتړ كوو، نو خلك به يې هم كوي، كه دوئ مخالفت كوي او خلك به هم دغه كار كوي، دغه فكر بيخي غلط دى، دا ښكاره خبره ده، چې دغه يوه ډله ده او فعلاً په شمال كې د دولت په نوم واكمن دي، واليان، ولسوالان، قوماندانان او نوره اداره ټوله د دوئ ده، نو فكر نه كوم چې په مرموز ډول د دې ډول وژنو مخه پر اسانۍ ونيول شي.

پوښتنه: تاسو خو له ولسمشر سره د قومونو په چاروكې سلاكاروزير ياست او له دې ستونزې هم ښه خبر ياست، دا موضوع، چې قومي مشران په شمال كې په مرموز ډول وژل كېږي، نو دا خبره مو څومره د قومونو په استازيتوب له ولسمشر سره ياده كړې ده؟

ځواب: ما تل او په لسګونو وارې دا خبره رسنيو ته كړې او له ولسمشر سره مې هم ياده كړې، چې د داسې پيښو مخه دې ونيول شي او كه ونه نيول شي تركله به ادامه پيدا كوي، نو بالاخره دغه ولس نور په تنګ راځي او د ځان د خلاصون او دفاع په خاطر به څه لاره ولټوي، مجبور دي، چې دولت او نړيواله ټولنه يې پوښتنه ونه كړي، نو پاڅون به وكړي او لاروته به راووځي، تر څو خپل غږ نړيوالو ته ورسوي، نور خو دا خبره بار، بار كېږي او ټول دولت په جريان كې دى.

پوښتنه : نو تر اوسه په دې برخه كې ولسمشر څه كړي، تاسو ته يې مثبت ځواب ويلى كه يواځې ژمنې يې درسره كړې دي؟

ځواب: ټولې يې د ژمنو په څېر دي، له بده مرغه تر اوسه دولت كوم هيئت هم نه دى لېږلى او عملي ګام هم نه دى اخيستل شوى، چې دا موضوع وڅېړل شي او رسنيو هم دې موضوع ته چندان اهميت نه دى وركړى، دا زموږ د ولس ګيله ده او دا زموږ د ټول حزب ګيله ده، چې د دوى غږ نه دى پورته شوى او په مرموز ډول يا مشران او يا هم د حزب اسلامي پياوړي قومندانان وژل كېږي.

پوښتنه: په شمال كې كه د هغو قومي مشرانو او د حزب اسلامي د څو قوماندانانو نومونه راته واخلئ، چې په مرموز ډول وژل شوي دي او ډېر پياوړي وو؟

ځواب: تاسې وګورئ د نمونې په شكل درته څو نومونه اخلم، لكه مخكې مې چې وويل، زموږ يو ډېر قوي ملګرى جوشنپور، چې په پنجشېر كې د حزب اسلامي کس وو ووژل شو، مولوي خيرمحمد د تخار وو، يواځې په همدغه جرم ووژل شو، چې له ولسمشر څخه يې په ټاكنو كې ملاتړ كړى وو او ورسره دوه نور ملګري هم ووژل شول، په مزار كې د لويې جرګې وكيل حاجي موسىٰ خان ووژل شو، معلم صاحب اسد خان، چې د جهاد له پيله بيا تر اوسه د جبهې مشر وو، هغه ووژل شو، فضل باى، دغه داسې يوه څېره وه، چې په مزار كې د جهاد بنياد د دوۍ د كورنۍ له لوري اېښودل شوى وو، هغه ووژل شو، په همدغه شكل په ټول شمال كې په تېرو دوو كلونو كې له شلو دېرشو كسو زيات وژل شوي او لا هم وژل كېږي.

پوښتنه: تاسې څه فكر كوئ، چې په دغو وژنو كې يواځې دا يوه ډله ښكېله ده، كه بهرني لاسونه هم په كې وينئ؟

ځواب: دا نه شم ويلى، چې بهرنيان په كې لاس لري او كنه؟ خو په دې كې شك نشته، چې حاكمې ډلې په شمال كې په داسې كړنو لاس پورې كړى دى.

پوښتنه: خلک هم د دې ډول وژنو د مخنيوي غوښتنه کوي، تاسو به په دې اړه څه وکړئ؟

ځواب: هڅې مو كړې او بيا هم هڅه كوو، چې دا ستونزه د مذاكرې له لارې هواره شي، ولسمشر او مركزي دولت دې ورته پاملرنه وكړي، ترڅو دغه ډول وژنو او يا په نهو لسو ولايتو كې د يوې ډلې نظام ته دې د پاى ټكى كېږدي، خو كه بيا هم ونه شوه، نو موږ مجبور يو د خپل ولس په څنګ كې به درېږو او له دولت سره به پرېكون كوو.

پوښتنه: ستاسو پرېكون به له دولت سره څه ډول وي، داسې لكه څنګه چې په نورو ولايتونو كې د ځينو خلكو له لوري كېږي، چې نن پرېكون وشي او سبا بيا هم هماغه كسان له دولت سره ښې اړيكې لري كه خبر يې منل كېږي او يا نه، خو له دولت سره بيا هم همغږي وي؟

ځواب: ما مخكې ويلي، هڅه به كوو چې له پرېكون نه مخكې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره كړو، خو كه چېرته ونه شوه، نو بيا به داسې نه وي، چې نن به پرېكون وي او سبا به بيا را روان يو.

پوښتنه: د سولې د عالي شورا او مشورتي جرګې په اړه څه نظر لرئ ؟

ځواب: په دې كې شك نه شته، چې كه د پولې پورې غاړه وي او كه دې خواته، په هغه نقطه كې چې اوربلېږي خاصتاً په افغانستان كې، چې زموږ عام ولس که هغه کوچنيان او که لويان، كه هرڅوك دي دا ټول سولې ته تږي دي او ټول افغانان سوله غواړي او همداسې له پولې پورې افغانان همدا شى غواړي او هيڅكله افغانان جنګ نه غواړي دا جنګ پرې تپل شوى دى، ولسمشر هم لکه عادي افغان غوندې سولې ته تږى دى، او كمېسيون يې د دې لپاره جوړ كړى، چې سوله راشي، په جنګ دا مسايل نه شي حل كېداى، كه حل كېداى نو دا دېرش كاله به حل شوي واى او بالاخره سوله ده، د سولې په اړه دا ويلاى شو، بدبختانه په دغه كمېسيون كې داسې كسان شته، چې عاملين د جنګ دوى دي او مخالفينو د دوى پر ضد جنګ پيل كړى دى، داسې كسان په دغه كمېسيون كې شته، چې په يو وخت يې طالب ته د سولې د كوترو خطاب كړى او په بله مرحله كې يې د جهاد فتوا پرې وركړې، په يو مرحله كې يې وسله وركړې مهمات يې وركول د خپل رقيب د ماتولو په خاطر او كله چې له دوى سره لاس او ګرېوان شوي دي، نو د جهاد اعلان يې كړى، په بله مرحله كې يې نړيوالو ته غږ كاوه، چې دا بمونه واړه دي غټ، غټ پرې واچوئ، ځمکني ځواکونه راولېږئ، چې د مجاهدينو په څنګ كې ودرېږي، نو په داسې مرحله كې طالب يا مخالف زړه نه ښه كوي، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، مصلح بايد همېش دواړو خواوو ته تګ راتګ وكولاى شي، دا په ټيليفون او پيغامونو نه حل كېږي، خو په دغه كمېسيون كې داسې خلك هم شته، چې سوله او امن او متحد افغانستان غواړي او د ټولو افغانان په ژوند کې سوله غواړي او سولې ته اړتيا ده.

پوښتنه: غوښتنه مو په شمال كې له حكومت يا له مركزي ادارې څخه څه ده او هماغو خلكو ته که پيغام لرې کوم پيغام به وركړې، کوم چې په دغه ډول مرموزو وژنو كې لاس لري؟

ځواب: له حكومت څخه مې غوښتنه دا ده، چې دوى بايد قانون پلى كړي او عدالت دې تامين كړي، هيڅ يوې ډلې ته بايد اجازه ورنه كړي، چې د چا د وژلو نيت وكړي، دا خو لا پرېږده چې دوى په دغه عمل لاس پورې كړي، ټولو قومونو او ټولو ګوندونو ته دې په يوه سترګه وګوري، په دې ملك كې بايد نظام موجود وي او قانون پلى شي، كه څوك سركشي كوي نو د قانون منګولو ته دې وسپارل شي، په دولت كې بايد مكافات او مجازات وي، هغو كسانو ته مې پيغام دا دى، چې غواړي دې وضعيت ته ادامه وركړي، چې د بل په وژنه او تباهي كې خپل ژوند ويني، فكر كوم دا تېروتنه كوي، كه دا ډول كېداى، نو دا په افغانستان كې د نجيب له حكومت نه راپه دېخوا له ولسمشر نه رانيولې تر عادي كاركوونكي پورې همدغه يوه ډله حاكمه وه، ولې ويې كړاى شواى، چې په هېواد كې حكومت وكړي، نه! ويې كولى شواى، چې خپل رقيبان نابود كړي، بيا به هم وايو، نه! بالاخره په دغه اوسني سرنوشت اخته شو، چې مهاجر شول هغه وضعيت بايد په ياد كې ولري كه يوې ډلې او يو قوم حكومت كولاى شواى، نو طالبانو به هم كړى واى، زه وايم دغه خيال دې دوى نه كوي، چې د يو سړي په وژنه به نسل خلاص كړي، د يوه تن په وژلو ورته زر دښمنان پيدا كېږي، دوئ بايد د وژلو فكر ورك كړي، كه خلك له حكومت نه خپه وي، نو دلته ستونزې پيدا كېږي او د دولت لپاره يو ګواښ پيدا كېږي.

په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ زون قوماندانۍ قوماندان جنرال داوود د جعلي طالبانو د تسليمېدو په اړه د پکتيا د والي همدرد د ادعا وو په اړه وايي، چې د هغه له مرکې له لوستلو به نظر څرګند کړي.

خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا د پکتيا د والي جمعه خان همدرد څرګندونې په کلکه رد کړې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، لکه څرنګه چې د هرې کورنۍ مشر د خپلې کورنۍ د غړيو پر وژل کېدو او مړنې خپه کېږي، همدغه ډول والي عطا محمد نور هم د خپلو وګړيو پر مرګ ژوبلې خواشينى کېږي.

منير زياته کړه، چې د والي تر څنګ د دغه ولايت ټول چارواکي په دې هڅو کې دي، څو د خپل ولس امنيت خوندي او هغوى ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي وويل:((د پکتيا والي دې په خپل ولايت کې د خلکو خدمت ته پام وکړي او موږ دې پرېږدي، چې په خپل ولايت کې خدمت وکړو.))

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د