افغانستان

نېمروز: طالبانو یو انسان تښتونکی په عام محضر کې اعدام کړی

ننټکیاسیا (دوشنبه، لړم۲۶مه۱۳۹۳ل): طالبانو په نیمروز ولایت کې یو انسان تښوتکی په عام محضر کې اعدام کړی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د نېمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې يې د شاه نظر په نوم یو تن چې په انسان تښتونه او نورو غلاو کې يې لاس درلود، په عام محضر کې اعدام کړی دی.

شاه نظر د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د طالبانو له قوله یاد کس د «جاسوسي شبکې غړی» هم و.

احمدي زیاتوي چې شاه نظر يې څو ورځې وړاندې ژوندی ونیولو چې قضیه یې د طالبانو محکمې ته وړاندې شوه او پلټنو، شواهدو او اقرار وروسته محکمې نوموړی پر اعدام محکوم کړ.

شاه نظر پرون مازدیګر مهال په عام محضر کې اعدام شو.

تر دې مهاله چارواکو د یادې پېښې په تړاو څرګندونې نه دي کړي.

له دې وړاندې هم طالبانو څو ځلې  انسان تښتونکي، قاتلان او په نورو جرمونو کې ښکېل کسان د دوی د محاکمو تر پریکړو وروسته اعدام کړي او یا یې هم نورې سزاوې ورکړي.

د ستمبر پر ۲۹مه د پکتیا مرکز ګردیز ښار یوې اړوندې نیستی کوټ سیمه کې ۳ غله اعدام کړل. دغو کسانو په غلاوو او د خلکو په وژنه کې لاس درلود. د سیمې خلکو ویل چې دغو کسانو د خلکو د طلايي ګوتمیو د غلا پر مهال له خلکو د لاس ګوتې پرې کولې.

تر هغې وړاندې هم د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې طالبانو ۳ نور کسان د یو ماشوم د تښتونې او بیا وژنې په تور اعدام کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx