افغانستان

ننګرهار: بې پېلوټي الوتکې ۴ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم۲۶مه, ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه ډرون برید کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي.

په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال محمد ایوب حسین خیل ویلي دغه ډرون برید بېګا شپه ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګوری سیمه کې شوې.

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې د طالبانو یو قومندان په شمول ۴ کسان په نخښه شوي.

سیمه ییز خلک وايي چې دغه کسان په موټر سایکل سپاره و چې امریکايي ډرون الوتکو په نښه کړل.

که څه هم چارواکي ادعا کوي چې په ډرون برید کې وژل شوي کسان طالبان دي، خو ځايي خلک وايي چې تر دې مهاله لا څرګنده نه ده چې وژل شوي کسان طالبان دي که ملکي وګړي.

طالبانو هم تر دې مهاله د دغه ډرون برید په اړه څرګندونې نه دي کړي . یو تن چې ځان یې د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کاوه، نن ټکی اسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې ډرون الوتکې اوس ټول هغه کسان چې پر موټر سایکل سپاره وي، په نخښه کوي. نوموړی وايي چې څه موده وړاندې د خوږیاڼو په حکیم اباد او کږه کې ډرون الوتکو څو ملکي کسان چې په موټر سایکل سپاره ول، ووژل.

تېره ورځ هم په کونړ ولایت کې د امریکا په ډرون برید کې ۵ کسان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

امریکايي ځواکونه که څه هم ادعا کوي چې په ډرون بریدونو کې وسله وال په نخښه کوي خو ددغو سیمو اوسیدونکي وايي چې تر وسله والو زیات ملکي وګړي په ډرون بریدونو کې په نخښه کېږي او په وروستیو څو کلونو کې زرګونه ملکي وګړي د امریکا په ډرون بریدونو کې وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

قاری محمد اسحق – شهادت د قبول شه- ډیر ځوان وو – زمونږ په مخ کی لکه ماشوم را لوی شوی وو-…..

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x