fbpx

بهرني ځواکونه په کنړ کې د یو مهم مرکز څخه وتلي

217-800x539نن ټکی آسیا: نن سهار بهرني ځواکونه د افغانستان په ختیځ ولایت کنړ کې د پېچ درې د کنډګل د عسکري مرکز څخه وتلي، او دغه سیمه یې طالبانو ته پرې ایښې.

په سیمه کې طالبانو ویلي چې بهرني ځواکونه ددغه مرکز څخه وتلي، او ددوی لاسته پراخه سیمه ورغلې.

طالبانو زیاته کړې چې دوی د څو ورځو راهیسه پر دغه پوځي اډې باندي بریدونه کول، او بهرنيانو د ددوی د برید د شنډولو لپاره څو واره د دغه اډې په شا او خوا کې خپل عسکر د الوتکو په ذریعه کښته کړه، مګر ونه توانېدل چې دفاع یې وکړي، او اخیر کار نن یې خپل ټول سامانونه ټول کړي، او د اډې څخه وتلي، او ځینی سامانونه چې بهرنیانو نه سوای انتقاله ولای، هغو ته یې اور اچولی او په باروتو یې الوزلولي.

دوی زیاته کړې چې اوس دوی چمتوالی نیسي تر څو په یوه بل مرکز چې د مناګي په سیمه کې پروت دی، بریدونه وکړي، او هغه سیمه هم د بهرنیانو څخه خالي کړي.

بهرنیانو مخکي هم ویلي وو چې دوی به د پېچ درې خپل ټول مرکزونه خالي کوي او تنها یو مرکز به هلته ساتي، مګر طالبانو ویلي چې دوی دغه مرکز د بهرنیانو څخه په زور نیولی، ځکه چې بهرنیانو تر اخیري ورځي پوري په کلکه مقاومت وکړی، او اخیر مجبوره سوله چې بې له کومه پروګرامه مرکز خالي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د