افغانستان

د بالابلوک ولسوال: ولسوالي سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د فراه چارواکو نن سهار په بالابلوک ولسوالي د سلګونو طالبانو له لوري د برید خبر ورکړ.

د فراه امنیتي مسوولینو وویل چې تر څلورو سوو ډېرو طالبانو پر بالابلوک ولسوالي له دریو لوري بریدونه پیل کړي او لاهم جګړه روانه ده.

د فراه امنیه قومندان هم د بریدونو پخلی کړی دی او ویلي يې دي چې د دوی عسکر کلکه مقابله کوي.

خو د بالابلوک ولسوالي ولسوال ملا سید محمد وايي چې که دوی ته مرسته ونه رسېږي نو ډېره ژر به ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېږي.

نوموړی وايي چې څو ځلې له مرکزي حکومت د مرستې غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه يې درک نشته.

له بله اړخه د کورنیو چارو وزات مسوولین وايي چې په  بالابلوک ولسوالي کې د سلګونو طالبانو بریدونه حقیقت نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د فراه او د بالابلوک د چارواکو خبرې نه مني او وايي چې طالبانو د اربکیانو په پوسته برید کړی دی او په خبره يې دا تکراري پېښې دي.

د سیمې خلک وايي چې جګړه لا په شدت سره روانه ده او د کابل ـ هرات لویه لاره چې له همدې ولسوالي څخه تېرېږي د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

یاده دې وي طالبانو تر اوسه د بالابلوک د جګړې په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د فراه د والي ویاند جواد افغان رسنیو ته ویلي و، چې تر اوسه پورې درې تنه پولیس وژل شوي اوپه خبره يې طالبانو یوولس تنه غیر نظامي کسان هم ژوندي نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x