خبرتیاوی او پیغامونهنړۍ

ستر دیني عالم شیخ عبدالسلام رستمي په حق ورسېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د اسلامي نړۍ ستر پښتون عالم شیخ عبدالسلام رستمي نن دوشنبه په حق ورسېد.

مرحوم شیخ عبدالسلام د زرګونو عربو او عجمو استاد او قران ستر مفسر و.

نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې تر سلو زیات کتابونه لیکلي چې تر ټولو زیات یې د «احسن الکلام» په نوم پښتو تفسیر دی چې په ۹ جلدونو کې چاپ شوې.

شیخ عبدالسلام رستمي له اوږدې ناروغۍ وروسته نن دوشنبه د لړم ۲۶مه ۱۳۹۳ د اوږدې ناروغۍ وروسته په حق ورسېد.

نن ټکی اسیا د نوموړي مړینه ستره ضایعه بولي، کورنۍ او خواخوږ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د لوي الله جل جلا جلاله څخه ورته د مغفرت سوال کوي.

انا لله وانا الیه راجعون

د شیخ عبدالسلام رستمي لنډ ژوند لیک

زوکړه:
شیخ عبدالسلام د مولوي عبدالرووف رستمي زوی د خیبرپښتونخوا ایالت د مردان ولسوالۍ د رستم کلي په کنډر سیمه کې په ۱۹۳۸ ز کال کې په یوه عالمه او متدینه کورنۍ کې زیږیدلی.

پلار يې په کلي کې امام او خطیب و، همدا راز ترونه او ماماګان یې هم د سیمې ستر علما او مشران و.

زده کړه:

ابتدايي زده کړې یې له خپله والد څخه کړي، وروسته د «فیض الاسلام» په مدرسه کې داخل شو او ۳ کاله یې هلته زده کړې وکړې.

د ابتدايي زده کړو وروسته «دارالعلوم الاسلامیه» کې شامل شو او هلته یې نحوه، صرف، بلاغت، منطق، حنفي فقه، تفسیر او حدیث زده کړ.

شیخ عبدالسلام له ماشومتوبه ذکي و، هغه مهال چې نوموړي په مدرسه کې زده کړې کولې د کلي ماشومانو ته يې تحت لفظي ترجمه او د حنفي فقهې ابتدايي کتابونه تدریسول.

د ابتدايي او ثانوي زده کړو وروسته د لویې دروې کولو لپاره اکوړه خټک ته ولاړ. د سیمې مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیې تر څنګ مدرسې کې يې د مولانا عبدالرحمن بهبودي سره د حدیثو لویه دوره وکړله.

شیخ عبدالسلام د لويې دورې وروسته په تدریس پیل کړ او په کلي کې یې د ترجمې سربېره د حنفي فقهې کتابونو پر تدریس پیل کړ. همدا راز يې په دعوتي کارونو هم پیل وکړ او وخت پر وخت یې په مناسباتو کې محاضرې وړاندې کولې.

وروسته د مشهور دیني عالم شاه منصور باباجي سره د تفسیر دوره پیل کړه. همدا راز په شعبان او روژو میاشتو کې يې د پنجاب په راولپنډۍ ولسوالۍ کې د سیمې د ستر مفسر او محدث غلام الله خان سره تفسیر دوره وکړله. شیخ غلام الله چې د نومړي ذکاوت او پوهه لیدلې وه نو وصیت يې وکړ چې تر وفات وروسته به د ده پر ځای د قران تفسیر شیخ عبدالسلام کوي.

تدریس:

شیخ عبدالسلام تر دې وروسته بېرته خپل کلي «رستم» ته ولاړ او هلته یې د تعلیم القران په نوم مدرسه تاسیس کړه. په دغه مدرسه کې به د حدیثو دوې دورې کېدلې یو عوامو او طالبانو ته او دوهمه دوره علماو او استادانو ته کېدله.

فکري مخالفتونه:

شیخ عبدالسلام که څه هم ستر شیخ او ستر عالم و او د خپلو استادانو سره یې سیاسي مخالفتونه هم درلودل خو سربېره پر دې يې د استادانو وړاندې هيڅ نه ویل. د مودودي سره یې فکري اختلاف درلود او له همدې امله یې پرې د «احسن الندی في رد من انتقد الصحابي»، په دغه کتاب کې نوموړي د مودوي او د هغه پلویانو زیات ردونه کړي وه.

لیکوال او شناند لطف الله خیرخوا د ماسترۍ د تیزس رساله د شیخ عبدالسلام رستمي پر تفسیر «احسن الکلام» لیکلې، نوموړی لیکي چې شیخ عبدالسلام ورته ویل چې ددغه کتاب په چاپ نوموړی خوښ نه و، ځکه نوموړی د دې هر څه سره مودودي ته په فضیلت قایل دی ځکه نوموړی د دیني مدرسو پرته نورو مکتبونو د اصلاح لپاره ډيره ښه و.

شیخ یواځې د مودوي سره فکري اختلاف نه درلود، بلکې سربېره پر دې يې په سیمه کې زیات شمېر مخالفین په بریلویانو، بدعتي ملایانو، قادیانیانو، ملحدینو او سلفیانو کې درلودل. «لطف الله خیرخوا لیکي: شیخ عبدالسلام دغه مهال حنفي و».

شیخ عبدالسلام د بریلویانو ځينې ډلې آن ملحدې او مشرکې بللې، ځکه نوموړی د زیارتونو، بدعتي کړنو، شرکي اعمالو او نورو سخت مخالف و او دغو ډلو په اړه ویل کیږي چې دغه اعمال ترسره کوي.

فکري اختلاف تر دې ځایه ورسېدلو چې په ۱۹۹۱ز کال کې د نوموړي مخالفینو د شیخ عبدالسلام پر مدرسه برید وکړ او په ځوابي برید کې د بریدګرو څخه یو تن ومړ، شیخ ددغې وژنې په تور زندان کې واچول شو خو ۸ میاشتې وروسته له زندانه خلاص شو. زندان د نوموړي په ژوند کې جلا تغییر راوست، د زندان دننه یې «تحفة السجن» ولیکلو او همدا راز بې سارې پښتو تفسیر «احسن الکلام» پر لیکلو يې پیل وکړ.

څنګه سلفي شو؟: 

لطف الله خیرخوا لیکي چې د شیخ عبدالسلام رحمه الله څخه مې وپوښتل چې ځينې خلک پر تاسو تورونه پورې کوي چې د ریالونو په مقابل کې یې حنفي مذهب پريښې او له زندانه هم په دې شرط خوشې شوې چې حنفي مذهب به پریږدي، نو شیخ راته داسې ځواب راکړ: «دا پر پر ما ستر دروغ او بهتان دی چې ما پسې تړل شوې. ما د مال او پیسو لپاره مذهب نه دی پريښې، هغه مهال چې د حدیث او تفسیر پر تدریس پیل وکړ، سلفیت مې زړه ته لاره پيدا کړه او دغه مینه مې هله زیاته شوه چې د «غرباء اهل الحدیث» مجله مې لوستله، ددغې مجلې له مقالو اغېزمن شوم او له هغه مهاله سلفي هم شوم خو د سلفیت اعلان مې ونه کړ.

کله چې په ۱۹۹۲ کې پېښور ته راغلم، ځېنې سلفیانو راته مشوره راکړ چې په درسونو کې پر دوی ردونه ونه کړي، ما دغه مشوره ومنله، وروسته دوی په دې ورسېدل چې زه نور مذهبي نه یم پاتې شوې او له همدې ورځې دا خبر خپور شو چې شیخ سلفي شوې».

نرم او معتدل دريځ

شیخ عبدالسلام په سیمه کې دنورو سلفیانو «عام خلک یې وهابیان بولي» په څېر متشدد او سخت دریځه سلفي نه و. خیرخوا لیکي چې شیخ عبدالسلام ده ته وویل چې دی سلفي دی خو د مذهبونو په مقابل کې دې هيڅ حساسیت او سخت دریځي نه ښيي. د شیخ عبدالسلام له لیکنو هم دا معلومیږي چې نوموړی منځلارې و او همدا لامل و چې ځينو متشددو سلفیانو به ویل چې په شیخ عبدالسلام کې د مذهب رنګ، خوی او بوي لا پاتې !!!

مدرسه، ګوند او علمي مجلو تاسسیس:

شیخ عبدالسلام په ۱۹۹۷ز کال کې د «الجامعة العربية لاشاعة التوحید والسنة» په نوم ستره مدرسه تاسیس کړه همدار راز يې د سلفیانو یو تنظیم د «اشاعة التوحید والسنة السنیة علی منهاج السلف الصالحین» په نوم تاسیس کړ. سربېره په دې يې د «سیرة السلف» په نوم یې میاشتینۍ مجله تاسیس کړه او د دعوت دایره یې د پاکستان ټولو سیمو ته پراخه کړه.

د مدرسې، تنظیم او مجلې په چلولو کې ورسره د سعودي عربانو پراخه مالي مرستې وکړلې او تر دې مهاله یې ورسره کوي. نوموړي د مرګ تر ورځې د مردان په رستم کې د مدرسې او د پېښور مدرسې څارلې، له دغو مدرسو هر کال تر دوه زرو زیات طالبانو د حدیثو او تفسیر دورې کوي. نوموړي نه یواځې دا چې په پاکستان کې يې محاضرې وړاندې کولې بلکې په سعودي کې هم ورته ددې جواز ورکړل شوی و چې هر ځای وغواړي درس او محاضره وړاندې کړي.

تالیفات: 

شیخ عبدالسلام د خپل ژوند په اوږدو کې لسګونه کتابونه په تفسیر، علوم القران، حدیث، فقه، دعوت او اسلامي فکر کې لیکلي. همدا راز لسګونه مقالې په اردو مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوي.

مشهور کتابونه يې دادی:
– احسن الکلام تفسیر (۹ جلده) پښتو
– تفسیر القران العظیم (۱جلد) پښتو
– التبیان في تفسیر ام القران (۱ جلد) عربي
– لطائف القران في تفسیر سورة الفاتحة (۱ جلد) عربي
– الدعوة في القران الکریم – عربي
– الموسوعة القرانیه (۹ جلده) عربي
– رهمنای قران – فارسي
– انکار حدیث سې قران تک – اردو
– معالم الاحادیث المکررة في البخاري – عربي
– الخطبات القرانیة – پښتو او عربي
– احسن الندی علی من انتقدی الصحابي – اردو
– تحفة السجن – پښتو
– سیرة الازم…الشیوعیة- پښتو – عربي

او لسګونه نور کتابونه.

وفات

بالاخره د زرګونو علماو روزونکی او د حق د لارې داعي نن / دوشنبه، نومبر ۱۷مه ۲۰۱۴/ د ورپېښې ناروغۍ له امله د اجل داعي ته لبیک ووایه او په حق ورسېد. روح یې ښاد، یاد یې تل او مغفرت یې نصیب شه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

19 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

لوی عالم و، خو د ډاګۍ مولانا ته د ټینګې نه و، او په مناظرو کې یي څو ځله مات کړی و الله تعالی دې پرې ورحمیږي رښتیا هم ښه هوښیار وابي و

احمــدالله

إنا لله و إنا اليه راجعون

قاري سعيد خوستئ

انالله وانااليه راجعون الله تعالى دي مغفرت نصیب كڑي

Hameed

اوس دی خدای وبخښی ځکه مړده ولی ټولو مسلمانانو ته می دا توصیه ده چی د څلورو مذاهبو له چوکاټ نه بهر باید نه بل مذهب ایجاد کړی او نه خپله پیروی د رسول کریم(ص) له سنت نه ددی څلورو مذهبو له چوکاټ نه وباسی ځکه چی ددی مذاهبو خاوندان د خیرالقرون اوسیدونکی وچی له رسول کریم(ص)نه په فضیلت ددی قرونو کی په مسلم شریف کی صحیح حدیث روایت شوی ده او بغیر له دی څلورو مذاهبو د خیرالقرون نه بل هیڅ مذهب د خیرالقرون په خپل اصلی شکل کی نده پاتی چی سړی یی اتباع وکړی اوبل داچی اکثره… نور لوستل »

موسی

موت العالِمِ ، موت العالَمِ
اِنا لله و اِنا اِلیه راجعون . الله تعالی دي مغفرت ورته وکړي .

دافغان سلفي مبارزينو صفحه

انا لله و انا اليه راجعون
اللع عزوجل دي مغفرت ورنصيب کړی

هاشم ظاهري أفغان

إنا لله و إنا إليه راجعون
اللهم اغفر له وارحمه وعافه واعف عنه وأكرم نزله ووسع مدخله, اللهم ادخله الجنة الفردوس وقه فتنة القبر وعذاب النار.

یاسین

داهل السنة والجماعة لوی مناظر علامه محمد أمین اوکاروي رحمة الله علیه په خپل کتاب : جماعة المسلمین/۵/۶/ مخ کی لیکي: په برصغیرکی ټول خلګ احناف وو،دلته دبل هیڅ مذهب دراوړلو اړتیانه وه، پرلوی هند دمسلط انګریز دملکې (الیزابت) په مشوره دلته خلګ وهڅول شول ترڅو دعدم تقلید پروسه ( په مسلمانانوکی داختلاف اچولو په موخه) پلي کړي،نولومړی ځل دفرقهء جماعة المسلمین په نوم دغیرمقلدینوډله ایجادشوه، وروسته نو: دادی تراوسه لاهم وړې وړې دلې جوړیږی، لکه غربآء اهل حدیث ،السلفیة،،،،اونورو،،،، دعلامه زاهد کوثري رحمه الله کتاب ( اللا مذهبیة قنطرة الالحاد والزندقة) هم دډیرغوروړدی، لوی الله دی زموږ وحدت وساتې… نور لوستل »

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام

الله جل جلاله دې نوموړی دیني عالم ته لوړ درجات ورکړي

مونږ عوام یا لوستونکي یا د ټیټې پوهې خاوندان یا هغه چې لنډمهال مو فاکولتې ته کتابونه وړي راوړي دي کله ناکله ځان ورک کړو او د علماوو کرامو تر منځ سالم اجتهادي/فقهي اختلافات د خپل لنډ فهم په چوکاټ کې ناسم او فساد ته وباسو.

انصار

الله پاک د رستم صاب ته جنت الفردوس نصیب کړی، په رشتیا چه لوی سلفی عا لم وو. او الله پا ک ډیر شه ورسره و کړل چه په تقلیدی. بدعتی او شرکی عقیده وفات نشو، او دا دیر لوی نعمت دی. او بل دا چه خیر خواه صاب ویلی چه هفه اوس حنیفی وو، نه خیر داسی نده دا دروغ دی او دروغ شه کار ندی، ستاسی د شیخ امین صاب هر کتاب و ګوری چه رستم صاب په هفه باند تقریظونه لیکلی دی او د شیخ امین کتابونه او نظریات یی په خورا صادقانه توګه تایید کړی دی،او… نور لوستل »

Hameed

غوربندی او انصار صاحب ته غوربندی صاحب دا کوم نظر چی ما او یاسین صاحب وړاندی کړی زما او د یاسین صاحب خپل نظر نده بلکه دهغو زبده علماو نظر ده چی د رستمی غوندی علما یی گرد ته هم نشی رسیدلی او انصار نه پوښتنه کوم چی د خپل د غوره نیکونو تاریخ ولوله چی د رستمی صاحب په عقیده مړه شوی که په حنفی او یا ستا په اصطلاج په شرکی اوبدعتی خو یقین لرم چی له رستمی نه په ایمان او عقیده او په دین باندی په عمل به څوچنده له رستمی صاحب نه قوی و ځکه… نور لوستل »

انصار

سمه ده وروره نور نو زما ځواب خامووشی او سقوط دی.

احمــدالله

په افغانستان کې د م‍ذاهبو د پیروانو تر منځ د اختلاف موضوع د نړئ تر ټولو نورو هیوادونو حساسه او جدي ده او اکثرا هر څوک د خپل م‍ذهب او یا عالم لپاره د تعصب مرحلې ته رسیږي چې بیا هغه کسان چې پوره شرعی علم نلري پر یو بل بې ځایه تورونه لګوي او حتی خپل مخافین په شرک، کفر او ارتداد تورنوي. دغه کار د مسلمانانو د تفرقې او کمزوری سبب کړځي او ګټه کې یوازې د مسلمانانو دښمنانو ته رسیږي. ښه به دا وي چې پر یو بل د ړندو تورونو لګولو پرځای علم ته مخه کړو… نور لوستل »

توحیدالله اتل

للهم ابدله دارا خيرا من داره واهلا خيرا من اهله وادخله الجنة واعذه من عذاب القبر ومن عذاب النار . اللـهـم عاملة بما انت اهله ولا تعامله بما هو اهله . اللـهـم اجزه عن الاحسان إحسانا وعن الأساءة عفواً وغفراناً. اللـهـم إن كان محسناً فزد من حسناته , وإن كان مسيئاً فتجاوز عن سيئاته . اللـهـم ادخله الجنة من غير مناقشة حساب ولا سابقة عذاب . اللـهـم اّنسه في وحدته وفي وحشته وفي غربته. اللـهـم انزله منزلاً مباركا وانت خير المنزلين . اللـهـم انزله منازل الصديقين والشهداء والصالحين وحسن اولئك رفيقا . اللـهـم اجعل قبره روضة من رياض الجنة ,ولا… نور لوستل »

سید محمد اغا هاشمی

ټولو قدرمنو لوستونکو ته سلام هېله ده چې د ژوند چارې به مو په ښه توګه پر مخ روانې وي .. دا چې مونږ د نني عصر یو لوی عالم او د قرآن کریم مفسر له لاسه ورکړي . دا د اسلامي امت لپاره په اوسنيو حالاتو کې یوه نه جبرانیدونکي ضایع ده .. الله تعالي زمونږ پر حال ورحمیږي .. او له ټولو وروڼو څخه ځآنګړي غوښتنه ده چې شیخ القران عبد السلام رستمي صیب له مرګ څخه وروسته په بد نوم یاد نه کړي ځکه له یوه طرفه هغه د الله جل جلاله حضور ته ورغۍ او کوم… نور لوستل »

Malim

الله ج د مرحوم ته د هغه د علم تقوا او ښو خدمتونو بی حده زیات اجر او ثواب ورکړی او ګناهونه د الله ج ورته وبخښی: ددی تر څنګ داچه ډیره ښه وروڼه حضور لری څو سوالونه ایا د محمدص پر وخت کښی کوم مذهب وجود درلود؟ ایا د حضرت ابوبکر صدیق رض په وخت کښی کوم مذهب وجود درلود؟ ایا د حضرت عمر فاروق په رض خلافت کښی کوم مذهب وجود درلود؟ ایا د حضرت عثمان رض په خلافت کښی کم مذهب وجود درلود؟ ایا د حضرت علی کرم الله وجهه په خلافت کښی کوم مذهب وجود درلود؟… نور لوستل »

gul

مالیم صاب ته خو وابی وختې توبه خدایه توبه مالیمانو کې هم وابیان پیدا سول

Malim

ګل جانه سلامونه که علمی دلیل او جواب نشی ویلی نو له ګله خار مه جوړیزه وابی لا څه بلا ده ته خو را ته تعریف کړه؟ ایا محمدص هم وابی وه ؟ ایا څلورا واړه خلفه ګان رحمته الله علیهم هم وابیان وه ؟ ایا اصحاب کرام هم وابیان وه که هغه ټول وابیان وی نو ستا نوم غلط دی ستا نوم اصلا اغزئ دی جنابه بدعت او شرک کفر ارتداد او د جهل خبری پریژده سم واقعی مسلمان شه یوه جناب لیکلی چه ستا پلار او نیکه په کوم مذهب وه چه مړه شوه ځواب ګرانه فرض کړه… نور لوستل »

Hameed

مولوی لعنت الله ته خو مولوی نه بلکه خرکوس وختلی بی ناموسه پدی خبروچی تا لیکلی دی د عبدالله چکرالوی او غلام احمد پرویز له ملگرو را وختلی که ته واقعا په خپله مدعا کی رښتینی یی نو په قرآن کی را وښیه چی د ماسپښین لمونځ او یا د مازدیګر لمونځ به څوه رکعته کوی درته چیلنج ده نور به خبری نه اوږدوم ولی ستا دهری غلطی خبری د رد لپاره را سره دلیل شته توبه وباسه کنی لدی دنیا نه به گمراه او مردار تیریږی

Back to top button
19
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx