افغانستان

د ترکیې اوسنی سفیر د ناټو ملکي استازی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل):  د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر اسماعیل ارامز به د را روان کال له پيل سره جوخت په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه دنده پيل کوي.

د ناټو نوی سرمنشي ینس ستولتنبرګ له خوا د ناټو په ویب پاڼه کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې اسماعیل اراماز به د را روان کال له پیل څخه خپله نوې دنده پر مخ وړي، او دهغه دنده به د افغاني چارواکو سره د ناټو د اړیکو ساتل، د افغاني ځواکونو په روزنه، تربیه، مشوره کې د هغوی مرسته کول او نوري اړوندي چاري وي.

باید وویل شي چې همدا خبر د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له خو هم نن تایید شو او هغوی زیاته کړه چې اسماعیل اراماز به د ناټو سرمشریزي ته د افغانستان په اړه سیاسي مشورې ورکوي او هم به د افغانستان او د ناټو د سرمشریزي دفتر تر منځ د تودو اړیکو ساتلو لپاره کار کوي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې دوی به د کابل هوايي ډګر د ادارې چاري هم په غاړه واخلي.

باید وویل شي چې اسماعیل اراماز د ترکیې دوهم لوړ رتبه چارواکی دی، چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په حیث باندي دنده ورته سپارل کیږي، ددې تر مخه حکمت چیتن د کال ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۰۶ پوري د ناټو ملکي استازی وو.

اسماعیل اراماز چې اوس په افغانستان کې دترکیې سفیر دی، ددې تر مخه د کال ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۰۷ پوري د ایساف د عمومي قومندان سیاسي مشاور پاته شوی، د ناټو په سرمشریزي کې د ترکيې د دایمي استازي مرستیال پاته شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x