افغانستان

حامد کرزی د نوروز په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی

iran-afghanistanنن ټکی اسیا: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د نوروز په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی.

یوه خبر پاڼه چې د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر څخه صارده شوې، ویلي چې ایران د نوروز د جشن په مناسبت دهغو لسو هېوادونو جګ پوړو چارواکو ته بلنه ورکړي، چې په رسمي توګه دغه ورځ لمانځي.

د خبرپاڼي په وینا حامد کرزی به په خپله دوه ورځنۍ دوره کې د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد، د عراق ولسمشر جلال طالباني، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف او د یو شمېر نور مشرانو سر بېره د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنیې سره وګوري.

د جمهوري رياست د وياند مرستيال سيامک هروي زياته کړه ، چې ولسمشر کرزى به په يادو شويو مراسمو کې له ګډون سربېره ، ددواړو هېوادونو د اړيکو د لاټينګښت ، په ايران کې د افغاني کډوالو او بنديانو د ستونزو په اړه د ايران له ولسمشر احمدي نژاد سره هم خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x