افغانستان

بهرنیو ځواکونو پر پټ استخباراتي مرکز د سرتیري برید جزییات

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د کابل امنیه قومنداني وايي چې د بهرنیانو پر امنیتي کمپنۍ برید درنه مرګ ژوبله اړولې.

دغه برید نن سهار شاخوا ۶:۳۰ بجې د څرخي پله سره نیږدې تنګي ترخیل کې وشوه چې تر ۱۵ کیلومترۍ پورې یې غږ اوریدل شوې.

د کابل امنیه قومندان لوی پاسوال ظاهر ظاهر خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د «هارډ« پر نوم د بهرنیانو پر یوې امنیتي کمپنۍ د یو غټ باروړنکي موټر پر مټ برید شوې.

د نوموړي په وینا چې په لارۍ کې شګه اچولې شوې وه او کمپنۍ ساتونکو موټر ته دروازه خلاصه کړه خو موټر د کمپنۍ دننه چاودنه وکړه.

ظاهر له قوله تر چاودنې وروسته دوه نور بریدګر د امنیتي کمپنۍ پر ساتونکو برید پیل کړ چې په ځوابي برید کې ووژل شول.

په دغه قوي چاودنه کې چې غږ یې د کابل ښار تر لرې لرې سیمو اوریدل شوې، امنیه قومندان د کمپنۍ د ۲ امنیتي ساتونکو د وژنې او ۳ ټپي کېدنې خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ستریری برید يې د کابل ښار په نهمه حوزې اړوند د پلچرخي په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر پټ استخبارتي مرکز کړی دی.

نوموړی وايي چې په دغه برید کې ۱۰ تنه بهرني ځواکونه او استخبارتي کارکوونکي وژل شوي.

مجاهد زیاتوي چې لومړی د دوی یو ملګري د ودانۍ دننه چاودنه وکړه او وروسته نور ۲ ملګري د ودانۍ دننه ننوتل چې تر ډیره یې شدیده جګړه وکړه.

په عین حال کې د ګډ حکومت ولسمشر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د برید ځای ته ورغلی او هلته له چاودیدونکو توکو د ډک موټر رسول يې د پوښتنې وړ بللي.

دغه سیمې ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و خو سربېره په دې هم طالبانو وکولای شول چې خپل یو سرتیری بریدکوونکی د ودانۍ دننه ننباسي.

جنرال دوستم هم دا د سوال وړ ګڼلې او ویلي یې دي چې څنګه د دومره سختو امنیتي تدابیرو سربېره طالبان کولای شي دغې سیمې ته ولاړ شي.

نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل چې ددغه برید تر شا د بهرنیو استخباراتو لاس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
jawid

الله اکبر

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x