افغانستان

PIA هوايي شرکت غواړي کابل او نورو ولايتونو ته الوتنې زياتې کړي

pia777نن ټکی آسیا: د پاکستان دولتي هوايي شرکت پلان لري چې د کابل او اسلام اباد تر منځ خپلي الوتني زیاتي کړي، او همداسي په پام کې لري چې د کندهار – کویټې، کندهار – کراچې، مزار- کویټې او مزار – کراچې تر منځ هم الوتني پیل کړي..

ددغه شرکت عمومي مدیر امجد خان دراني چې اوس په کابل کې دی، ویلي چې دوی د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند له وزارت څخه په دغه اړه اجازه تر لاسه کړې..

نومړي دغه کار د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخېزو اړيکو د پراختيا په برخه کې يو مثبت ګام وباله او ويې ويل، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ پر سوداګريزو اړيکو هم مثبته اغېزه پرېباسي.

نوموړي زياته کړه: دغه مهال مو په دې اړه پر شته امکاناتو کار پېل کړى، که چېرې افغان حکومت اجازه وکړي، نو له ٣ تر ٧ مياشتو پورې به دغه الوتنې هم پيل شي.

د یادوني وړ ده چې اوس مهال د پاکستان نړیوال هوايي شرکت PIA  د اسلام اباد او کابل تر منځ په اونۍ کې 4 او د کابل – پېښور تر منځ یوه الوتنه لري، چې د وري له نهمي به د اسلام اباد او کابل تر منځ د الوتنو شمېر 5 ته پورته کړي.

ددې تر مخه د بحرین ګلف نړیوال هوايي شرکت هم اعلان کړی وو چې د راتلونکي میلادي میاشت جون په 15مه به کابل ته په اونۍ کې څلور الوتني شروع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x