افغانستان

طالبانو په کندوز کې اته اربکیان ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه د کندوز په چهاردره ولسوالي کې طالبانو د اربکیانو په یوه پوسته برید کړی ، چې اته اربکیان يې ژوندي وړي او دوه نور يې وژلي دي.

طالبان وايي چې دوی دا برید د یو نفوذي ملګري په همکارۍ د شپې په یوولس بجې کړی او پوسته يې ټوله تر واک لاندې کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دغه پوسته کې يې ګڼ شمېر مهمات هم تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ټوله ورځ د هېواد په لویدیځ فراه ولایت ک د طالبانو له لوري په بالابلوک ولسوالي بریدونه روان وو، چې سیمه ییزو چارواکو يې شمېر سلګونو ښوودلی و.

د طالبانو ویاند تېره ورځ ناوخته رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې وویل چې جګړه لا روانه ده او تر دې دمه يې پنځه عسکر وژلي او شپږ نور نور ټپیان دي.

د دوی په خبره د فراه ولایت مرکز او بالابلوک ولسوالي ترمنخ غزېدلې لاره هم د دوی په واک کې ده.

د بالابلوک ولسوال ملا سیدمحمد تېره ورځ وویل چې که چېرته مرکزي حکومت مرسته ونه کړي، ولسوالي به ډېر ژر د طالبانو له لاسته ورشي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي چې په فراه کې د سیمه ییزو چارواکو خبرې سمې نه دي بلکې څو تنو طالبانو د اربکیانو په پوسته برید کړی او د دوی په خبره دا تکرارې پېښې دي.

یاده دې وي چې تېره ورځ په کندهار کې هم د اربکیانو د دوو قومندانانو ترمنځ په نښته کې یو تن وژل شوی دی.

ویل کېږي جګړه د ژېړۍ ولسوالي د اربکیانو د دوو قومندانانو شېر اغا او ګران ترمنځ شوې ده چې پکې شېر اغا له خپل ساتونکي سره وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x