افغانستان

کندهار: خپلمنځي نښته کې یو اربکی قوماندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د لړم۲۷مه، ۱۳۹۳ل) : د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د دوو اربکي قوماندانانو په خپلمنځي نښته کې یو اربکی قوماندان او د هغه ساتونکی وژل شوی.

د کندهار سیمه یېز چارواکي هم پېښه تاییدوي خو په اړه یې زیات څه نه دي ویلي.

ویل کېږي، چې د ژېړۍ د کولک او سلوغې سېمو اربکي قومندانانو  شیر اغا او ګران په یوه ناڅرګنده موضوع سره خپلمنځي شخړه کړې او وروسته خبره تر وسلوالې نښتې رسېدلې.

په دې پېښه کې قوماندان شیراغا او د هغه ساتونکی وژل شوی او څلور نور اربکیان ټپيان شوي.

شېرآغا په سيمه کي د خلګو په ځورولو شهرت درلود. څه موده مخکي د کندهار کليد راډيو ته د سيمي خلګو او باوري سرچينو ويلي وو، چي نوموړي له خلګو د انبور په وسيله غوښي پرې کولې.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار په ډېری اطرافي سېمو کې اربکي قوماندانان وخت نا وخت له خلکو د مالونو په لوټلو او د واک د ساحې د پراخولو او پکې خپلو ناقانونه چارو د ترسره کولو لپاره یو پر بل هجوم ور وړي.

له دې وړاندې د ریګستان امنیه قوماندان هم د جنرال رازق اړوند د سرحدي عسکرو سره په نښته کې وژل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x