افغانستاننړۍ

سرتاج عزیز: «هغه وسلوال ولي په نښه کړو چې د پاکستان لپاره خطره نه دي؟»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د لومړي وزیر د امنیتي چارو او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې دوی نه غواړي خپل د هیواد دښمنان زیات کړی، او هغه کسان په نښه کړي، چې پاکستان ته خطر نه دي.

نوموړي د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي « مونږ ولي په زور هغه وسلوال د ځان دښمنان کړو چې په اصل کې د امریکې دښمنان دي، اومونږ سره هیڅ سر او کار نه لري. »

نوموړی وايي چې کله امریکا په افغانستان برید وکړ، نو هغه ټول وسلوال چې په افغانستان کې تربیه شوي وه، او وسلې ورسره وې، زمونږ د هیواد په خوا را وشړل شول، په کومو کې چې ځیني زمونږ لپاره خطره دي، او زمونږ سره جنګیږي، خو ځیني بیا زمونږ سره جګړه نه کوي، نوموړی زیاتوي چې مونږ ته څه راپيښه ده چې هغه هم د ځان دښمنان کړو چې زمونږ سره نه جنګیږي.

سرتاج عزیز په وزیرستان کې د وسلوالو په وړاندي د جګړې په اړه ویلي چې دوی هلته هیڅ فرق نه دی کړی، او له یوه مخه یې د ټولو وسلوالو په ضد جګړه کړې، او د هغوی بنیادي مرکزونه یې له منځه وړي.

سرتاج عزیز ویلي چې د افغانستان طالبان د افغانستان خپله کورنۍ مسله ده، او د هغوی خپل کار دی چې جګړه ورسره کوي او که مذاکرات ورسره کوی، خو که مذاکرات ورسره کوي «پاکستان به خپل وسه وکړي چې افغاني طالبان مذاکراتو ته اماده کړي،» خو زیاتوي چې «پاکستان د طالبانو سره هغه اړیکي نه لرې، کومي چې یې د هغوی د حکومت په وخت کې لرلې».

سرتاج عزیز د بي بي سي اردو سره په مرکه کې وړاندي ویلي چې د اشرف غني په ورستي سفر کې دواړو هیوادونو «اصولي» فیصلې وکړلې چې د افغانستان او پاکستان ځمکه به د یو او بل هیواد په ضد نه استخدامیږي، او په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په اړه هم خبري وشولې، خو وخت ته به کتل کیږي، چې دا خبري به څومره عملي شي.

باید وویل شي چې د سرتاج عزیز دغه څرګندوني په داسي وخت کې راځي چې له یوې خوا د افغانستان د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د پاکستان دسفر څخه بیرته هیواد ته را ګرځېدلی، او له بله اړخه د هیواد په پلازمینه کابل کې په نښه شویو اهدافو باندي مسلسل چاودني او بریدونه کیږي.
سرتاج عزیز دا څرګندوني د امریکا سره د اړیکو په اړه هم اغیزمني ښودل کیږي، خصوصا په داسي وخت کې چې د پاکستان د فوځ مشر راحیل شریف اراده لري چې امریکا ته سفر وکړي، د چا سره چې د سرتاج عزیز په وینا اړیکي تر پخوا ډیري ښې شوي، او نور هم د ښه کیدو په خوا رواني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

هو دا خو څرګند حقیقت دی چه دا د افغانستان او اسلام دشمنان د امریکا د بد امنی د پروژی مسولین منافقین خو یواځی حقیقی مجاهدین او طالبان نه پریږدی ټالیبان چه افغانستان ورانوی یا افغانستان ته یو تهدید دی او ددوی د منافعو مزدوران دی په هغو به ولی کار ولری؟

دا خو مونږ له ډیره وخته همدا خبره کوو کاشکی یی زمونږ بی غیرته ټالیبان واوری او پوهه شی چه دا څه روان دی او د چا لپاره جنګیزو او له چا سره جنګیژو؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x