افغانستان

بدخشان: د جرم امنیه قومندان له بریده روغ وتی

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي امنیه قومندان د دې ولسوالي په یومل سیمه کې د طالبانو له بریده روغ وتی دی.

طالبان وايي چې دوی د جرم د امنیه قومندان اسدالله د موټرو په کتار برید وکړ چې نږدې یو ساعت يې دوام وکړ.

دغه برید تېره ورځ شوی دی، چې دولتي مسوولینو يې تراوسه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په جرم ولسوالي کې یو تن عسکر له ځینو مهماتو سره دوی ته تسلیم شوی دی.

مجاهد وايي چې نوموړی سیدپاچا نومېږي چې د خان پاچا زوی دی او د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالي اوسېدونکی دی.

د هېواد په شمال کې بېرته په داسې حال کې د طالبانو بریدونه زور اخلي چې څو ورځې پکې امنیتي پېښې کمې وي.

د شمال په بل ولایت کندوز کې طالبانو تېره ورځ اته اربکیان ژوندي نیولي دي چې د شنونکو په قول په شمال کې د طالبانو د قدرت پر استمرار دلالت کوي.

دا په داسې حال کې دی چې امنیتي مسوولین د استخباراتي او کشفي ارګانونو کمزوري د طالبانو د پراخو او غښتلیو بریدونو علت بولي.

یاده دې وي چې طالبانو تېره ورځ هم د سرپل په کوهستان کې د قومندان طاهري په ګډون د شلو مسلحو عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x