افغانستان

واشنګټن پوسټ: د افغان کابینې د اعلان ځنډ اندېښمنوونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې د افغان کابینې د اعلان ځنډول اندېښنې لا ډېروي.

د ورځپاڼې په قول په راتلونکې میاشت کې په لندن کې دافغانستان په اړه تر نړیوال کنفرانس مخکې د دې هېواد په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

واشنګټن پوسټ وايي چې ښايي د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ پر دې ناندرۍ روانې وي چې څوک د وزارت لپاره وټاکل شي یا هم کوم رول چاته ورکړل شي.

ورځپانې د ځینو چارواکو له قوله لیکلي چې د حکومت مشاورین ټاکل شوي او ښايي د وزارتونو شمېر هم راښکته شي، وړاندې د یو لویدیځ سیاستوال له خولې لیکي چې د ګډحکومت دواړه مشران هڅه کوي چې کابینه د لندن تر کنفرانس وړاندې اعلان شي.

واشنګټن پوسټ وايي چې اشرف غني د لندن د کنفرانس ګډونوالو ته ښايي چې په افغانستان کې په هره برخه کې په تېره بیا امنیتي برخه کې پرمختګ شوی دی.

ورځپاڼه په داسې حال کې د نوي حکومت په اړه پورته تبصره کوي چې نږدې هره ورځ مرکز کابل د تر یوې د ډېرو چاودنو شاهد وي.

پر دې سربېره د کابل خورا خوندي سیمه چې باید د نورو په ساتنه کې رول ولري، خپل ځان ونه شو ساتلی او په دویم پوړ کې يې چاودنه وشوه.

تردې وړاندې نیویارک ټایمز د یو لویدیځ سیاسي مبصر له قوله لیکلي وو چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ناندریو ته په کتو ښايي د کابینې اعلان راتلونکي کال ته پاتې شي.

افغان شنونکي پر دې باور دي چې له نوي حکومت سره د خلکو تړلې هیلې په اوبو لاهو شوې او دواړه مشران د اهلیت، وړتیا او ژمنتیا پر ځای پر دې جنجال کوي چې څوک ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي. په داسې حال کې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلسري وسله وال پر زیاتېدو دي او د خلکو د لوټ لپاره لویو لارو کې فعالیت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

د چهر شبنی په ورځ به کابینه اعلان شی

یو ځل به بیا د امریکا پاکستان او ټالیب خوله له خاورو ډکه شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x