افغانستان

د طالبانو شب نامې د انجونو لپاره د ښځینه استاذانو غوښتنه وکړه

afghan_schoolنن ټکی آسیا: په ننګرهار كې د سيمه ايزو طالبانو له خوا د شپې په خپره شوې یوه پاڼه کې غوښتنه کړې چې ښوونځيو کې دي د انجونو لپاره ښځينه استاداني مقرري شې.

هغه پاڼه چې په دي وروستيو کې د جلال اباد په ښار او يو شمير شا او خوا سيمو کې خپري شوي سربيره پر دي هغو ديني علماؤ ته چې د دولت سره کار کوي ويل شوي چې د دولت سره دي کار پريږدي.

په پاڼه کې د ګوډاګي دولت کار کوونکو ته تر عنوان لاندې شپږ (6) مادې ليکل شوي چې پدې ډول دي:

1-    ټول هغه ملايان چې د ګوډاګي دولت په چوکاټ کې وظيفې کوي له خپلو وظيفو نه دې ووځي

2-    د ملي اردو عسکر او پوليس دې له خپلو وظيفو نه ووځي.taleem

3-    ټول ملکان دې له کفارو سره د همکارۍ څخه ډډه وکړي.

4-     هغه غله چې لارې نيسې او د مسلمانانو مالونه غلا کوي چې ونيول شي د مجاهدينو لخوا شرعي سزا ورکول کيږي.

5-    ټول عام وولسي دې له ساز او سرود د غږولو څخه ډډه وکړي. 

6-    د انجونو مردانه معلمين دې د انجونو له استاذي څخه ليرې شي او پر ځاى دې ښځينه معلمينې مقررې شي).

پاڼه وايي چې دغه خبرتيا د (افغانستان اسلامي امارت) د بهسودو د ولسوالۍ د مجاهدينو د خالد (جبهې) لخوا خپره شوې ده .

په دي شب نامه کې طالبانو د ښځو د ښووني او روزني سره مخالفت ندي څرګند کړي ، بلکه غوښتنه يي کړي چې انجونو ته بايد ښځينه استاداني درسونه ووايي، خو دا معلومه نده چې د طالبانو د مرکزي رهبرۍ پاليسي هم همداسي ده او که څنګه؟.

د یادوني وړ ده چې د تعلیمي کار په شروع سره د افغانستان اولس مشر حامد کرزي د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو څخه غوښتنه کړې وه چې ښونځی دی نه سوځي… طالبانو د کرزي ددغي غوښتني په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x