fbpx

کاپيسا کې یو هلک او نجلۍ د زنا په جرم په درو ووهل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د لړم۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د کاپیسا ولایت د کوهستان په دوهمه حصه ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ د زنا په جرم په درو ووهل شول.

د کوهستان د دوهمې حصې ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالعظیم کوهستاني وايي، چې دا دوه تنه پرون سهار په عام محضر کې د سلګونو خلکو په مخ کې په درو وهل شوي.

نوموړی څرګندوي، چې یو هلک او نجلۍ چې د زنا له ناوړه عمل وروسته سیمه یېزو خلکو ونېول او حکومت ته یې وسپارل، چې له یوې میاشتې زندان ګاللو وروسته پرون په عام محضر کې په سزا ورسول شول.

امنیه قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې ، چې په داسې حال کې چې مرکزي حکومت ، امریکا او د بشري حقونو کمیسیون له دا ډول پریکړو سره سخت حساسیت ښيي، څرنګه يې متهمینو ته دا سزا ورکړه، وویل چې د خلکو په ټينګار او بار بار غوښتنه یې دا ګام پورته کړی.

د یادونې ده، چې طالبان  د خپلو ویندویانو  په مټ وخت نا وخت په خپلو واک لاندې سېمو کې د ورته شرعي پریکړو او حدودو د پلي کولو خبر ورکوي.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وویل، چې پرون یې د نېمروز په خاشرود ولسوالي کې یو انسان تښتونکی او مشهور اختطافچي شاه نظر د خلکو د عبرت لپاره په عام محضر کې اعدام کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د