بحرین: ګلف نړیوال هوايي شرکت کابل ته الوتني شروع کوي
نن ټکی آسیا: ګلف نړیوال هوايي شرکت ( طیران الخلیج) – چې ملکیت یې د بحرین د حکومت دی، غواړي چې د راتلونکي میلادي میاشت جون په 15مه نېټه د افغانستان او بحرین تر منځ په اونۍ کې څلور ځلي الوتني پیل کړي.
دګلف نړیوال شرکت دغه اعلان سره سم ځینی نور جهتونه هم اعلان کړی، لکه ادیس ابابا په ایتوپیا کې، اصفهان په ایران، بصره په عراق، میلان په ایټالیا او جنیف په سویسرا کې..
په دغه اعلان سره ګلف هوايي شرکت په منطقه کې اولنۍ منل سوی شرکت دی، چې کابل ته خپلي الوتني شروع کوي..
ددغه شرکت رئیس ښاغلي سامر المحالي ویلي چې په تیرو څو کلونو کې افغانستان ډېر پرمختګ کړی او مونږ غواړو چې د افغانستان سره په نور پرمختګ کې کومک وکړو، او غواړو چې ددغه نوي بازار څخه استفاده وکړو.
نومړي وویل چې مونږ پوره ډاډمن یو چې زمونږ دغه فیصله به ډېره ګټمنه وي..
د یادوني وړ ده چې ددغه شرکت په الوتنو به د کابل څخه د نړي ټولو هغو سیمو او هیوادو ته چې دغه شرکت الوتني ورته لري، سفر ډېر اسانه سي. او هم داسي د نړی د ګوټ ګوټ څخه مسافر کولای شی چې ددغه شرکت په ذریعه په اسانۍ سره کابل ته سفر وکړي.
طیران الخلیج ( ګلف هوايي شرکت) به په اول سر کې د بحرین او کابل تر منځ په ایرباص A320 الوتکو خپلي الوتني شروع کړی، دغه الوتکي 16 چوکي بزنس کلاس یا ګولډن کلاس او 120 چوکی اکاونومي یا سیاحي کلاس لري.
د اوس څخه لا مسافر کولای سی چې خپل ټکټونه د طیران الخلیج په پاڼه www.gulfair.com کې ثبت کړي، تر څو د کم ترین قیمت څخه استفاده وکړي، او یا کولای شی چې په 17335777 نړیوال تلفون شمېره باندي زنګ ووهي، او د طیران الخلیج د دفترونو څخه ټکټونه هم تر لاسه کولای سی.
د کابل او بحرین تر منځ به د تګ او را تګ وختونه او ورځي په لاندي شکل وي:
د الوتکي شمېره | ورځي | روانېدل | رسیدل | الوتکه |
GF 0742 | يك شنبه, دو شنبه, چهار شنبه، جمعه | بحرین 11:15 | کابل 15:50 | ايرباص A320 |
GF 0741 | يك شنبه, دو شنبه, چهار شنبه، جمعه | کابل 16:50 | بحرین 18:45 | ايرباص A320 |