
تخار: وسله والې نښتې د اربکیانو دوه مشران، یو مړ او بل ټپي کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، د لړم۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د تخار چارواکي نن سهار وختې په خواجه غار ولسوالي کې د طالبانو ، پولیسو او اربکیانو تر منځ د خونړۍ جګړې خبر ورکړ.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي، د دې جګړې په ترڅ کې تر دې مهاله د تخار د اربکیانو د عمومي قوماندان عبدالملک سخت ژوبل او د خواجه غار ولسوالۍ د اربکیانو مشر عبادالله وژل شوی.
د والي ویاند زیاته کړه، چې دا نښته نن سهار د اتو بجو شاوخوا د خواجه غار ولسوالي په شهروان سېمه کې وروسته له هغې را منځته شوه، چې د تخار اربکیانو عمومي او ځايي مشران د طالبانو تر یو کمین برید لاندې راغلل.
په قوماندانانو سربېره په دې نښته شپږ نور اربکیان او پولیس ټپيان شوي هم دي.
د تخار د ملکي روغتون یو ډاکتر اکرام الدین وکیل رسنیو ته وویل، چې دوی تر اوسه پورې د اربکیانو د عمومي مشر عبدالملک په شمول شپږ ژوبل پولیس ور وړل شوي دي.
نوموړي وویل، چې په ټپیانو کې د یوه تن روغتیايي حالت د اندیښنې وړ او تپونه یې سخت دي .
طالبانو تایید کړې، چې په تخار کې يې پر اربکیانو وسله وال برید ترسره کړی؛خو د تلفاتو په اړه یې تر دې دمه مالومات نه دي ورکړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همداراز د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د مهماتو ترڅنګ د اتو تنو اربکیانو د ژوندي نېولو او نور تلفاتو د اړولو خبر ورکړی، چې د نوموړي دا ادعا د کندز امنیتي چارواکو هم لږ شېبه وړاندې تایید کړه.