دوستم: حکومت کې دننه نفوذي کړۍ طالبانو ته د ډله یېزو بریدونو زمېنه برابروي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د لړم۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم نن سهار  په کابل کې د امریکايي ځواکونو پر یوه امنیتي کمپنۍ د طالبانو له ډله یېز برید وروسته د پېښې په ځای کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې دا ډول بریدونه په حکومت کې دننه د طالبانو د نفوذي کسانو له مرستې پرته ناشوني دي.

جنرال دوستم د پېښې په ځای کې د دغې امنیتي کمپنۍ موقعیت ته په اشاروسره وویل، تاسو وګورئ، دلته شاوخوا څومره سېمه بنده شوې،شا ته یې باغچې هم تړل شوې، د لارې عمومي دروازه هم تړل شوې، کولپ ور لوېدلی ، خو بیا هم برید کوونکي په دې توانېدلي، چې دا امنیتي حصار مات کړي او له چاودېدونکو توکو بار یو لس سلنډره موټر دلته را ورسوي او چاودنه ورکړې، نو په دا ښکاره د نفوذي کړیو مرسته په ډاګه کوي.

نوموړي وویل، چې دوی به د ګډ حکومت په راس کې د امنیتي وضعیت د سمون لپاره کوټلي ګامونه واخلي او هغه کسان ، چې ده په حکومت کې دننه «جاسوسي کړۍ» یادې کړې ، مالوم او رسوا کړي.

نوموړي په داسې حال کې دا څرګندونې کولې، چې تر څنګ یې د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر هم ولاړ و.

جنرال ظاهر ظاهر هم د جنرال دوستم خبرې تایید کړې، چې دا ډول بریدونه یوازې او یوازې د طالبانو د نفوذي کسانو په مټ شوني دي.

نوموړي اعتراف وکړ، چې په حکومت کې دننه ، په تېره بیا په امنیتي کړیو کې طالبان پراخ نفوذ او خواخوږي لري.

د کابل امنیه قوماندان پر داسې مهال له نفوذي بریدونو وېره څرګندوي، چې  طالبانو تېره اونۍ پر نوموړي په خپل دفتر او کار ځای کې دننه سرتېری برید وکړ، چې په پایله کې يې نوموړی روغ ووت، خو د دفتر د مدیر په شمول لسګونه مامورینو ته یې مرګ ژوبله ورسېده.

 عبدالرشید دوستم ټینګار وکړ چې طالبان په حکومت کې د نفوذي کسانو له همکارۍ او ملګرتیا پرته د کابل په مرکز کې هیڅ ډول چاودنه او عملیات نه شي کولای.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کندهار
میلمه
کندهار

د کافر دوستم و ژل پر افغانانو فرض دی