ماران هم ځان وژنه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په دې ورځو کې ډیرې نادرې پیښې را منځ ته کیږي چې اکثره يي خلکو ته د باور وړ نه وي خو بیا هم ریښتیا وي.

استرالیا د پلازمیني خلک وروسته له هغه ډیر حیران شول چې یو مار خپل ځان له چیچلو سره ځان وژنه وکړه.

مار نیونکۍ میټ هاگان د مار نیولو لپاره ځنگل کې گرځیده چې ناڅاپه يي یو مار ولید چې خپله خپل ځان چیچي چې له دې چیچلو ورسته دغه مار له منځه لاړ.

میټ مار نیونکۍ د دغې مار جسد له ځانه سره کور ته راوړ تر څو د څیړنې په مرسته د دغې مار د مړیني لامل څرگند شي. میټ وايي چې نوموړی غواړي په دې پوه شي چې د دې مار د وژلو کوم بل عامل خو وجود نه درلود.

له څیړنو وروسته ثابته شوه چې دغه مار خپل ژوند په خپله اخیستی او ځان چیچلو سره يي ځان وژنه کړې چې دغه خبره د حیواناتو څیړنکو ته د څیړنو لپاره یوه نوی او جالبه دروازه خلاصه کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Malim
میلمه
Malim

عجبه ده، چه ماران هم ټالبان لری؟

که نه پوهیژم په طالیبانو کښی ټالیبان اصلا ماران دی؟

تاسو څخه نظر لری؟