افغانستان

برتانويان نه پوهېږي چې په افغانستان د دوى د حکومت هدف څه دى

British_Soldiers_Killedله هغې نظرپوښتنې سره سم چې پایلې یې پرون په لندن کې خپرې شوې اکثره بریتانویان نه پوهېږي چې په افغانستان کې د دوی د حکومت هدف څه دی او یوازې په هرو څلورو کې یو باور لري چې په افغانستان کې د بریتانیا ستراتیژي کار ورکوي.

د دې نظرپوښتنې نتیجې له هغې یوې یوازې یوه ورځ وروسته خپرې شوې چې پکې ویل شوي وو چې په هرو څلورو بریتانویانو کې صرف یو په لیبیا کې د پوځي اقدام ملاتړ کوي.

د افغانستان په اړه د  یوګوف نظرپوښتنه، چې د اتو مرستندویو موسسو له لوري ترسره شوې، ښيي چې په سلو کې ۵۸ بریتانویان نه پوهېږي چې بریتانوي پوځیان په افغانستان کې د څه شي د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

نظرپوښتنه ښيي چې یوازې په سلو کې ۲۶ باور لري چې د بریتانیا اوسنی دریځ کارنده او اغېزمن دی.
بریتانیا د ځواکونو د شمېر له نظره له امریکا وروسته دوهم هیواد دی چې په افغانستان کې زیات عسکر لري.نژدې لس زره بریتانوي پوځیان په هلمند ولایت کې ځای پرځای دي چې د افغانستان تر ټولو ناکرار ولایت ګڼل کېږي.
دغه راز په نظرپوښتنه کې ۸۳ فیصدو ویلي چې دوی ګومان نه کوي چې تر ۲۰۱۵ وروسته دې هم په افغانستانه کې سوله راشي.

سپوږمی راډیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x