په څو کرښو کې لوی مفاهیم

حامد افغان

(1) د سهار بیداري

د سهار او ماښام په دعاوو کې له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه دا جمله په صحي روایاتو کې راغلې ده: اللهم إني أعوذ بك من العجز والكسل .یعني یا الله له سستي، عُجز او کمزوري نه پناه غواړم.

د دې دعا په رڼا کې ویلی شو چې شریعت له هر مومن نه غواړي چې په سهار کې په بیداري او نشاط سره کار او خپل مسؤلیت پیل کړي، سهار مهال د نشاط، بیدارۍ او چستي وي بناءُ خپل کار او مسؤلیت ته باید هر څوک بیدار او ځیر وي، او له سستي او تنبلي باید ځان وژغوري.

(2) رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ

د صحابه کرامو رضي الله عنهم یو ستر صفت قرانکریم دا بیان کړی دی چې دوی پخپلو کې په یوه بل مهربانه وو یوه بل ته نرم وو: رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ. سورة الفتح. په یوه بل مهربانه کیدل هغه وخت رامنځته کیږي چې پخپلو کې د مینې ریښه مزبوته او پیاوړې وي، او د مسلمانانو تر منځ مینه او یووالی ټینګول د هر مومن عیني فرض ده.

څوک چې په کور کلي، ښار او مالت، ادارو او انساني تجمعي ځایونو کې کرکې او نفرتونه خپروي او د مسلمانانو ترمنځ مخالفتونه راټوکوي هغه که په هر نوم وي د غندنې او ترټنې وړ دي، داسي خلک شته چې دا ډیره موده په کرکو، او نفرتونو پیدا کولو بوخت دي پخپلو کې د شخصي ګټو له پاره اوږده مخالفتونه پالي او ناخبره ځوانان یې په ځیني سیاسي او آن مذهبي شعارونو یا فرعي نامهمو اختلافاتو دروهلي او ټوټه کړي دي دا خلک د مینې او مهرباني دښمنان دي پلوي یې د فساد او فتنو د پراخه ولو او لویه ولو معنا لري.

(3) د واکمن موسکا

فَتَبَسَّمَ ضَاحِكاً مِّن قَوْلِهَا. سورة النمل. یعني سلیمان علیه السلام د ميږۍ خبرې ته موسکی شو. د یوې ميږۍ خبرې ته د نړۍ د ستر واکمن سلیمان علیه السلام د موسکا حکایت چې قرانکریم تر موږ رارسولی ده دا موږ ته په ډاګه دا مطلب په لاس راکوي چې واکمن باید یواځي خپلو چاپلوسانو، غوړه مالانو او خپلوانو ته موسکی ونه اوسي بلکي د ولس هر فرد، مشر او کشر، نر او شځې، کمزوري او ناروغ، کونډې او یتیم، مظلوم او بېوزله ټولو ته موسکا په خوله ولري.

(4) د ژباړن مزدوري

ویل کیږي د عباسي خليفه مأمون الرشید (218-198هـ / 813–833م). په زمانه کې عربي ژبي ته د یوناني حکمت او فلسفې د راژباړلو کار په ډیره تیزي سره روان و، ځکه هر ژباړن به چې کوم کتاب وژباړه هغه به له سرو زرو سره تلل کیده او هغه سره زر به ژباړن ته ورکیدل! .

(5) کیسه او عبرت

یوه ساده زړي مسکین به په کوچنۍ پاڼه ولیکل: یا الله پنځوس سره غواړم، ادرس به یې هم پرې ولیکه، دا پاڼه به یې په پوکاڼه پوري وتړله او اسمان ته به یې پورته کړه، یوه ورځ دا پاڼه د پولیسو په یوه مرکز کې ولویدله هغوی د ده ساده ګي ته خپه او نرم شول او پخپلو کې یې د ده له پاره چنده واچوله دا چنده پنځه ويشت زره شوه، پولیسو دا پیسې د هغه په ادرس د ده کورته ورسولې او ورته کړه یې دا روزي د الله له لوري وبوله او وابې خله.

مسکین چې کورته ننوت بله پاڼه یې ولیکله او په زړه طريقه یې اسمان ته پورته کړه، دا پاڼه هم د پوليسو په مرکز ولویدله هغوی چې خلاصه کړه ویې لیدله چې مسکین په کې لیکلي و: یا الله ستا له مهرباني قربان شم او زه دي ډیر شکرګذار یم چې زما سوال دي قبول کړ خو هغه پولیسو حرامیانو ماته پنځه ویشت زره راکړې پاته پنځه ويشت دوی پټي کړې.

پایله: تاسو که هر څومره د خیر مخلصانه کارونه کوئ بیا هم د کینه ګرو له بدګوماني نه ځان نه شئ ژغورلی، د خلکو خیر او د الله رضا په نظر کې لرئ او کینه ګر له بدګومانیو سره پرېږدئ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مستعار
میلمه
مستعار

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
صحی روغتیایي ته وایي، سهې اسانه ته وایي، بايد صحیح ولیکل سي، مننه