ورزش

کرکټ: هندوستان لوبډله نړیوال یو ورځنیو سیالیو لومړۍ مقام وگټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷مه، ۱۳۹۳): هندوستان د نړیوال لوبډلو په درجه بندي کې وروسته له هغه د یو ورځنیو سیالیو لومړی مقام وگټله چې د سریلانکا لوبدلې ته يي یو ورځنیو سیالیو کې ۵-۰ سره ماتې ورکړه.

هندوستان دغه پنځه یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه. دغه لوبو لړۍ کې روهت شرما هم د یو ورځني لوبو تر ټولو زیات منډې جوړولو ریکاډ د ۲۶۴ منډو جوړولو سره مات کړ.

د سیالیو د دغې لړۍ په پیل کې هندوستان دغه درجه بندي کې له ۱۱۳ نمبرو سره دریم مقام درلود چې دغه سیالیو له پای ته رسیدو سره يي د ۱۱۷ نمبرو په مرسته لومړۍ مقام وگټله.

سریلانکا که څه هم په خپل پخوانی څلورم مقام کې پاتې خو دغو سیالیو کې له سختې ماتې وروسته یی درې نمبرې له لاسه ورکړې او له ۱۱۱ نمبرو څخه ۱۰۸ ته راټیټ شو.

هیره دې نه وي چې د لوبو دغه لړۍ کې متیوز د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې ډیره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې اخری لوبه کې هم ۱۳۹ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x