افغانستان

په هلمند کې يو ځل بيا ټيليفوني شبکو خپل فعاليت درولى

Comunnicationپه هلمند کې يو ځل بيا ټولو ټيليفوني شبکو خپل فعاليت درولى، خو د مخابراتو وزارت وايي، چې دوى د قانون له مخې پر شبکو فشار نه شي راوړلاى، چې خپل فعاليتونه پيل کړي.

په تېرو لسو ورځو کې دا دويم ځل دى، چې په هلمند کې د وسلوالو طالبانو د ګواښ او فشار له امله ټيليفوني شبکې خپل فعاليت بندوي.

تېره اونۍ هم په هلمند کې څلورو ټيليفوني شبکو (روشن، افغان بيسيم، ايم ټي ان او اتصالات) خپل فعاليت د درېيو ورځو لپاره بند کړى و، خو له څو ورځو بېرته پرانيستل کېدو وروسته يو ځل بيا د دغه ولايت اوسېدونکي د گرځنده ټيليفوني له خدمتونو بې برخې دي.

په هلمند کې د ټيليفوني شبکو د فعاليت پر بندېدو که له يوې خوا دولتي ادارې له ستونزو سره مخ دي، نو له بل اړخه د دغه ولايت  اوسېدونکي او سوداګر هم په دې اړه ډېر شکايتونه لري.

خو د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم د ادارې مشر انجنير خيرمحمد فيضي وايي، چې دوى د مخابراتو د قانون له مخې پر شرکتونو او شبکو د فعاليت د پيلولو فشار نه شي راوړلاى.
نومړي وويل، چې که چېرې شبکې له مالي او امنيتي ګواښ سره مخ وي، نو کولاى شي په هغې سيمه کې خپل فعاليت ودروي.
نوموړى وايي، چې وسلوالو طالبانو په هلمند کې يادو شبکو ته د فعاليت د درولو ګواښ کړى و.
انجنير فيضي زياته کړه، چې په تېره يوه اونۍ کې وسلوالو طالبانو په هلمند کې د افغان بيسيم دوه انتنونه، د روشن ، ايم ټي ان او اتصالات يو يو انتن سوځولي دي.
د هغه په وينا، چې دوى د سيمې د قومي مشرانو په مرسته هلې ځلې پيل کړې، ترڅو دغه شبکې بېرته خپل فعاليت پيل کړي.
دى وايي، چې دغه ستونزه له تېرو دوو کلونو راپه دېخوا پيدا شوې، خو په دې را وروسته کې ډېره شوې ده.
د هلمند مرستيال والي عبدالستارميرزكوال وايي، چې دوى په دې اړه هلې ځلې پيل کړې، څو وکولاى شي دغه ستونزه هواره کړي.
نومړي وويل، چې تر دغه مهال يې د همدغو شبكو له لوړ پوړو مسوولينو سره اړيكې نيولې او هڅه يې دا ده، چې هغوى ته امنيتي ډاډ وركړي.
كه څه هم د مخابراتو وزارت او د هلمند ځايي اداره وايي، چې ټيليفوني شبکو د وسلوالو طالبانو د ګواښونو له امله فعاليت درولى، خو د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي بيا شک کوي، چې ګوندې په دې کې به د بهرنيو ځواکونو لاس وي.
د لښکرګاه ښار يوه سوداګر حاجي محمد ولي وويل، چې په هلمند کې تر ډېره بريده امنيت ښه دى او وسلوال طالبان هم په شا تمبول شوي، نو بيا هغوى څنګه کولاى شي ګواښونه وکړي.
هغه زياته کړه، چې د ټيليفوني شبکو د فعاليت په درېدو له زياتو ستونزو او مالي زيانونو سره مخ شوي دي.
د لښكرګاه ښار يو بل اوسېدونكى اسلام الدين بيا وايي: چې د لښکرګاه امنيت افغان ځواکونو ته په داسې حال کې سپارل کېږي، چې دوى يواځې د ټيليفوني شبکو د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.
هغه زياته کړه:((په دغه کار سره طالبانو خپل قوت وښود.))
د نادعلي ولسوالۍ يو اوسېدونكى سميع الله بيا وايي، چې د دغه کار په کولو وسلوالو طالبانو پر عامو وګړيو ظلم کړى او هغوى ته يې زيان اړولى دى.
د هلمند د مخابراتو رييس فاضل محمد ساپى وايي، چې دوى پوره معلومات لري او په دغه کار کې د بهرنيانو لاس نشته، طالبانو د مخابراتي شبكو مسولينو ته سخت ګواښونه کړي وو.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم دا خبره رد کړه، چې ګوندې په دغه کار کې دوى لاس لري.
که څه هم تېره اونۍ طالب وياند قاري يوسف احمدي دا نه وه منلې، چې دوى په دغه کار کې لاس لري، خو اوس وايي، چې د همدې ټيليفونونو پر مرسته بهرني ځواکونه د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات او بمبارۍ کوي.
هغه ومنله، چې د دوى پر ګواښنه شبکو خپل فعاليت بند کړى دى.

پژواک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x