افغانستاننړۍ

پرویزمشرف: هندوستان او پاکستان افغانستان کې د یو بل خلاف نیابتي جګړه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پوځ مشر جنرال پرویز مشرف ویلي، چې د افغانستان څخه د ناټو او امریکا د ځواکونو د وتلو وروسته کیدای شي په دغه هیواد کې د هندوستان او پاکستان تر منځ سړه جګړه پیل شي.

پرویز مشرف اندیښنه څرګنده کړې چې دواړه دښمن هیوادونه به په افغانستان کې «نیابتي» جګړه پر مخ یوسي.

پراکسي وار یا نیابتي جګړه داسي یو جګړې ته ویل کیږي، چې ځمکه او جنګیالي د بل وي، خو د دغو دواړو اړخونو په نمایندګي جګړه پر مخ بیايي.

پرویز مشرف چې اوس مهال په کراچي کې خپل په کور کې د نظر بندۍ شپي او ورځي تیروي، د خپل کور څخه یې د اسیوشیټد پریس سره په مرکه کې وویل: «د پاکستان لپاره لوی ګواښ په افغانستان کې د هندوستان پراخ نفوذ دی.»

نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې د هندوستان پراخ نفوذ د ټولي سیمي او په خاصه توګه د پاکستان لپاره «خطرناکه» دی، ځکه چې هندوستان غواړي د افغانستان څخه د پاکستان ضد هیواد جوړ کړي.

۷۱ کلن پرویز مشرف په کال ۱۹۹۹ کې هغه وخت د نواز شریف د حکومت په خلاف پوځي کودتا وکړه، کله چې نوموړی د پاکستان د پوځ مشر و او په افغانستان کې د طالبانو حکومت وو.

وموړي په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو په خلاف د امریکا کلک ملاتړ وکړ، دکتونکو په نظر د نوموړي پالیسۍ ددې لامل شوې چې په پاکستان کې هم وسلوال طالبان پراخ نفوذ وکړې او د پاکستان په ضد جګړه پیل کړي.

باید وویل شي چې په روانه اونۍ کې د افغانستان د ګډ حکومت مشر اشرف غني د پاکستان څخه لیدنه وکړه، او داسي ګمان کیږي چې پاکستان او افغانستان به د مشترکو اهدافو په درلودلو سره هڅه وکړي چې په سیمه کې د جګړو ختمولو او سولي راوستلو لپاره هلي ځلي وکړي، خو د پرویز مشرف په وینا تر هغه په افغانستان کې سوله نه شي راتلای تر څو چې دواړه هیوادونه په افغانستان کې د نیابتي جګړې څخه لاس وا نخلي او خپل تر منځ په سرحدونو د تیریو مخه ونیسي.

نوموړی وايي چې کله دواړه طاقت ور هیوادونه خپلو منځو کې مشکل لري، نو هر یو به کوښښ کوي چې په ګاونډي هیواد کې د یو او بل پر ضد باندي وسلوال تقویه کړي او د یو او بل نفوذ کم کړي، چې د نوموړي په اند همدا پروکسي جګړه ده، او دا باید ونه شي.

مشرف تور لګولی چې هندوستان د افغانستان له لاري د پاکستان ضد بلوڅان روزي او پیاوړي کوي او د هغوی د پوځي روزني لپاره یې د افغانستان په سویل کې پوځي مرکزونه جوړ کړي.

باید وویل شي چې د پاکستان او افغانستان اړیکي د تیرو ۱۳ کلونو راهیسي د همدې تورونو له وجي خړي پړي دي، چې اوس یې دواړه هیوادونه د سمیدو په لټه کي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x