د رحمان بابا خوګانې

اسدالله غضنفر

منظور مې هغه خو نه دی چې عیب یې معنا کوو. منظور مې د خو وییکی دی. د خو وییکی د ( او) په څېر د جملې یا جملو په منځ کې راځي مګر د رحمان بابا او ځينو نورو کلاسیکو استادانو په شعرونو کې د جملې په سر کې هم راغلی دی. رحمان بابا فرمایي:

خو د یار بیمارې سترګې خدای خوني کړې
ګڼه خون کله کولی شي بیمار

دلته( خو) د ( دا خو) په ځای راغلی دی. بابا په یو بل بیت کې فرمایي:

دا خو نشته چې به تل تر تله پایې
که بیا پایې خو تر سلو کالو پایه

د پاسني بیت د دوهمې مصرعې ( خو) په ژوندۍ ژبه کې اورو ، مګر په لیکنۍ ژبه کې ورنه تقریبا استفاده نه کوو، حال دا چې د شعر او داستان سبک ډیر ځله دې ته ضرورت لري چې د ولس د ژوندۍ ژبې احساس راکړي. د رحمان بابا د شعر په اړه ویل کیږي چې د ولس ژبې ته ورته دی. په دې ورته والي کې د بابا د کلام خوګانو هم برخه لرلې ده .بابا فرمایي:

څه به ګورې د قیامت و ورځو شپو ته
خو همدا جهان په ځان باندې قیامت کړه

په اوسنۍ لیکنۍ ژبه کې دلته یا ( خو) نه راوړو او یا ممکن ولیکو: ولې دا جهان په ځان باندې نه قیامت کوې؟

د بابا په کلام کې ( نو) نشته. دی د ( نو) په ځای کله کله ( خو) هم استعمالوي:

د للمي سړي په مخ کې وي آب چیرې
هغه خلق چې بې اب وي خو بې آب وي

په دې بیت کې راغلې ( خو) هم د نن په ژوندۍ ژبه کې اوریدلای شو.

د رحمان بابا په دې لاندې بیت کې د ( بیا خو) یا ( هاله خو) په ځای یوازې ( خو) راغلی دی:

که ځواني له خدایه غواړې ځوان به ومرې
او که پس له ځوانۍ پایې خو به زوړ یې

د رحمان بابا په دیوان او نورو کلاسیکو دیوانونو کې ( خو) نه یوازې د څو سوه کاله پخوا پښتو د ګرامر په پیژندلو کې مرسته راسره کوي، بلکې بلاغي اهمیت هم لري. بلاغي اهمیت یې په دې کې دی چې کله کله یې شعر ژوندۍ او نالیکلې ژبې ته لا نږدې کړی او ځينې وخت بیا د ایجاز سبب شوی دی. د بابا د یوې غزل مطلع ده:

خو به وران شې د دنیا بازاره تاړه( بدمرغه)
هر نفس د بیلتانه په تاخت لتاړه

دلته د جملې د پیل ( خو) لوستونکی ته وایي چې تر دې دمخه هم په دې باره کې خبرې شوې دي. لوستونکی د خیال په مرسته دغه ناویل شوې خبرې اوري او په دې ډول ( خو) د ایجاز نقش تر سره کوي، یعنې لږ توري ډیره معنا لیږدوي.

لکه څنګه چې مو وویل ( خو) د ( او ) په څير معمولا د جملې په سر کې نه راځي او که راشي جمله ورسره غیرعادي کیږي. د ژبې غیرعادي کول د شاعرانه سبک ځانګړنه ده. خوشحال بابا فرمایي:

خو یو بخت دې ناسازي راسره نه کا
تل کینه کوه له ماسره حسوده

دلته که مصرعې د یو بل په ځای راشي، په ( خو) پیل شوې جمله به د عادي ژبې جمله شي، مګر شعري کیفیت په اوسني حالت کې دی، ځکه چې ژبه ورسره نا اشنا شوې ده.
اوسني شاعران کولای شي چې د شاعرانه ژبې د لا ولسي کولو لپاره، د ایجاز په خاطر او د ژبې د نااشناکولو په مقصد، د رحمان بابا او ځینو نورو کلاسیکو استادانو غوندې د ( خو) استعمال ته له نورو اړخونو هم وګوري. ځینو معاصرو شاعرانو او د هنری نثر لیکوالو کله کله خپلې جملې په ( او) پیل کړې دي چې د ایجاز او د ژبې د نااشنا کیدا ( Defamilarization) سبب ګرخي. البته، اوسنو بیا دغه نوښت د بې ځایه تکرار په وجه کله کله بې خونده کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د