افغانستان

نوى تعليمي کال نن د ولسمشر لخوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو پيل شو

afghanistans-president-new_educational_yearنوى ١٣٩٠ تعليمي کال نن په رسمي توګه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پيل شو .

په دغه مراسمو کې لومړى د پوهنې وزير فاروق وردګ په تيرو څو کلونو کې د پوهنې په برخه کې په پرمختګونو او ستونزو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې وزارت به يې په ټول توان هڅه کوي چې د هيواد ګوټ ګوټ ته د پوهنې رڼا ورسوي .

 

دغه راز ولسمشر حامد کرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې يو وار بيا د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د افغانستان بچيان زده کړو ته پريږدي او د بل په اشاره خپل هيواد وران نه کړي .

کرزي دغه راز پر خصوصي تعليمي موسسو نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغه موسسې يواځې د پيسو د پيدا کولو لپاره هڅې کوي او د تعليم کچه يې ډيره ټيټه ده ولسمشر امر وکړ چې د دا رنګه تجارتي تعليمي موسسو مخه بايد په کلکه  ونيول شي .

سپوږمۍ راډیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x