افغانستان

لوګر: د ولایتي شورا د نوماند په مشرۍ د غلو ډله نیول شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر چارواکي وايي چې په دې ولایت کې يې د غلو هغه شپږ کسیزه ډله نیولې ده چې مشري يې د دې ولایت ولایتي شورا ته نوماند حاجي شوکت ستانکزي کوله.

د لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزی وايي چې دوی تېره ورځ سهار د حاجي شوکت په کور کې شپږ تنه غله او د نوموړي زوی ونیول، خو پخپله نوماند تښتېدلی دی.

حاجي شوکت په تېرو ټاکنو د ولایتي شورا لپاره نوماند و، خو بریالی شوی نه دی.

د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د حاجي شوکت کسانو به د کابل ـ ګردیز په لاره له دولتي یونیفورم نه په ګټې خلک لوټل.

ویل کېږي د حاجي شوکت له کوره دولس سوه بورۍ وریجې او اوړه هم را ایستل شوي دي، ویل کېږي ښايي دا اوړه او وريجې هماغه وي چې څه موده وړاندې دکابل ـ ګردیز په لویه لاره د اوړو او وریجو غبرګ موټر لادرکه شوي و.

یاده دې وي په ځینو ولایتونو کې د بانډونو، مافیايي کړیو او غلو مشران ولایتي شوراګانو ته بریالي شوي هم دي، چې په جنوبي زون پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر کې يې نمونې لیدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x