افغانستان

قدس کې ۵ یهودیان په چړو او تبرونو وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم۲۷مه ۱۳۹۳ل): اسراییلي چارواکي وايي چې په لویدیځ قدس کې د یهودیانو پر یوې عبادتخانې د دوو فلسطیني مسلمانانو په برید کې ۵ یهودیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د حماس جهادي غورځنګ د فلسطیني مسلمانانو دغه کړنه ستایلې او ویلي یې دي چې دا عمل د اقصی مسجد د بندولو په غبرګون کې شوې او حماس غواړي چې دغه ډول بریدونه روان وي.

اسراییلي یرغلګر وايي چې دواړه فلسطیني بریدګر یې په نښته کې وژلي.

برید کوونکي یو ۲۷ کلن او بل ۲۲ کلن ځوانان دي.

د اسراییلو پولیس وايي چې دغو بریدګرو سره چړي، تبرونه او یوه تمانچه وه او د همدې پر مټ یې پر یهودیانو برید کړی دی.

په قدس کې دغه برید په داسې حال کې کیږي چې پر اقصی مسجد د یهودیانو برید او بیا د مسلمانانو پر مخ تړلو وروسته اسراییلو د قدس او نورو اشغال شوو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره په لوړه کچه امنیتي ناسته کړې.

راپور کاږي چې تر پېښې وروسته اسراییلو سیمه په بشپړه توګه کلابنده کړې، او د پېښې ځای ته نېږدې یې ټولې لارې بندې کړي دي.

د سیمې څخه د الجزیرې خبریال ولید عمري وايي چې اسراییلي اشغالګرو ځواکونو د هغو کسانو په اړه څېړنې پیل کړي چې د یهودیانو پر کلیسا برید کې یې له بریدګرو سره مرسته کړې.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فلسطین جمهور رییس محمود عباس او حماس په دغه برید کې ښکېل ګڼلي دي.

دغه برید په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې یو فلسطیني ځوان په خپل موټر څو یهودیان ووژل چې ۲ ورځې وړاندې په شهادت ورسول شو.

د حماس جهادي ډلې ویاند سامي ابو زهري ویلي چې د دوی ډله د دغسې زړور بریدونو ستاینه کوي او دغه بریدونه د اسراییلو د جنایتونو په عکس العمل کې یو مشروع رد عمل بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x