روغتیا

که د مثانې له سرطانه امان غواړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې نوی څیړنه ښيي هغه نارینه چې هره ورځ غوزان (چارمغز) خپل خواړه اساسي برخه گرځوي نو د مثاني له سرطانه به په امان وي.

دغه څیړنه چې د کلیفورنیا پوهنتون ترسره کړې ښيي چې د چارمغز ورځنۍ استعمال نارینه کې د غدو له سرطانه مخنیوی کوي. دغه خواړه د ډیرو گټورو موادو غوره منبع ده چې د مثانې سرطان سربیره د سیني له سرطانه او همدا راز د زړه له ډیرو ناروغیو مخنیوی کوي.

دغه څیړنې څیړونکو په وینا چارمغز د بدن ټولې غدې د سرطان له ناروغی څخه ژغوري ځکه چې دغه خواړه کې موجود غوړ په غدو کې د سرطان له پیل او خپریدو مخه نیولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د مثانې سرطان په امریکا او اروپا کې د پوټکي له سرطانه وروسته په دوهمه درجه په خلکو کې ډیره عامه ده چې دغه ناروغی لاعلاجه نه ده خو له علاج وروسته هم انسان له ډیرو خنډونو سره مخ وي.

په برتانیه کې هر کال ۳۵۰۰۰ کسان په دغه ناروغی اخته کیږي چې د هغوي له جملې څخه یوازې ۲۵۰۰۰ کسان درمل کیږي او پاتې ۱۰۰۰۰ کسان د دې ناروغی له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close