افغانستان

په سلګونو کيلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف او شنډ شوي

bullets_hangs_offنن ټکی آسیا: په وردګ ولایت کې د ريموټ کنټرول شا او خوا شپږ نيم سوه بمونه ، د فدايي بريدونو لس واسکټونه او يوه اندازه نشه يې مواد ونيول شول.

د وردګ ولايت د والي وياند شاهد الله “شاهد” ويلي چې تيره ورځ د ملي اردو عسکرو د سيد اباد د ولسوالۍ د (شش ګاو) په کلي کې شپږ سوه او اته څلويښت (648) حلقې د ريموټ کنټرول ماينونه او د هغې ريموټونه، د فدايي بريدونو پر مهال کاريدونکي لس (10) واسکټونه او پنځه اويا (75) کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي کشف او تر لاسه کړل.

هغه زياته کړه دغه مواد په يو تراکتور کې ځاى پر ځاى شوي وه, خو ورسره د تړاو په تور څوک نيول شوي ندي.
له بلې خوا د وردګ په ګاونډ د غزني ولايت د اندړ په ولسوالۍ کې نيم ټن چاوديدونکي توکي کشف او له منځه يوړل شول.
په غزني کې يوې امنيتې سرچينې ويلي چې تيره ورځ د ملي اردو عسکرو د اندړ د ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه کې پنځه سوه (500) کيلو ګرامه چاوديدونکي کشف او تر لاسه کړل.
دې سرچينې زياته کړه چې نيول شوي مواد پي ار ټي ته وسپارل شول چې هغوى چاودنه ورکړه او له منځه يې يوړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x