
د کابل ښار په اتمه حوزه کې اورلګېدنه را منځته شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل):نن له غرمې وروسته د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په طلایي ښارګوټي کې اور لګېدنه را منځته شوې.
د سېمي اوسېدونکي او د پېښې عیني شاهدان وايي، چې پېښه د طلایي ښارګوټي په یو لړ اپارتمان کې د بریښنايي شاټ له کبله را منځته شوې، چې اوس هم ترې لوګي پورته کېږي.
خلک او اطفاییه د پېښې ځای ته رسېدلي او لګیا دي، چې ترڅو اور مړ کړي.
د پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه تر اوسه راپور نه دی ورکول شوی.