افغانستان

کندز: چاودنې دوه تنه اربکي مړه او څلور نور ټپيان کړي

maleshaنن ټکی اسیا: په کندز کې د یوې چاودني له امله لږ تر لږه دوه اربکیان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کندز د والي مرستیال حمید الله ویلي چې نن غرمه د کندز د ښار اړوند د ګل تيپه په سیمه کې د اربکي ملېشو په منځ کې د راکټ یوه مرمۍ وچاودله، او هیڅ زیان یی نه دی رسول.

مګر د بلي خوا د کندز د مرکزي روغتون یو تن ډاکټر ویلي چې د پيښي وروسته روغتون ته شپږ تنه ټپیان را وړل شوه، چي وروسته بیا دوو په روغتون کې ساه ورکړه، او څلور نور تر درملني لاندي دي.

ډاکټر وویل چې ټول قربانیان اربکیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چاودني مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي چې طالبانو د ګل تيپي په سیمه کې د خروټو په کلي کې پر دغو اربکیانو باندي چاودنه تر سره کړه، چې له امله یې یو تن اربکي قوماندان نیاز محمد په ګډون 3 تنه اربکیان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x