شعـــــرونه

د مینې لیوني- نذیر طه

مينه په خـوله نه كېږي  ټول كار د زړګي غــواړي
مينه هر څوك كـړاى نه شي  مينه لـيوني غــواړي
مينه پـه رښـتـيا بـه وي  مينـه پـه رضــــــا بـه وي
مينه پـه زور نـه كېـږي  مينه خـپلـــواكي غـواړي
مينه عجب خوند لري  مينه ځـان ته ژوند غواړي
مينه بـيـــړه نــــه غــــــواړي مينه ارامي غـــواړي
مينه اسـان كار نـه دى  دا د هـر چــــا كـار نـه دى
مينه د پــــاچـا څخه  نــــــن هـم ملـنـګي غــواړي
مينه د فــــرهـاد عـــــــزم مينـه د يـعـقـوب(ع)  ژړا
مينه اسماعيل(ع) په شان داسې قـرباني غـواړي
مينه د ايـوب(ع)  صــبر مينه د خـلـيـل(ع)  تـــوكل
مينه د يحى(ع)  په شــان داسې بـېوزلي غـــواړي
مينه چې طـــــــه كوي مينـــه د الــلـه(ع)  كــــــوي
مينه د الـلـه(ج)  چې ده  لاره د نبي(ص)  غــــواړي
۲۵\۷\۱۳۹۰  دوه نۍ

انجنیر نذیر احمد طه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x