ورزش

رابرټو مانسیني یو ځل بیا د انټر میلان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): وروسته تر هغې چې انټرمیلان پخواني روزنکي استعفا ورکړه، د څو ساعتو وروسته دغې لوبډلې ته رابرټو مانسیني روزونکی ټاکل شوی.

د دغې لوبډلې په رسمي ویب پاڼه کې د دغې لوبډلې مشر ایریک توهر د رابرټو مانسیني بیرته راتګ ته ښه راغلاست ویلی او هیله يې ښودلې چې یو ځل بیا دغه لوبډله د اروپا شخصي لوبډلو کې تر ټولو غوره لوبډلو ځای ته ورسوي.

مانسیني دغې لوبډلې ته له شپږ کالو وروسته بیرته راگرځي. کله چې مانسیني د دغې لوبډلې روزونکی و دغه لوبډله د سیالیو درې لړۍ پرلپسې وګټلې او ډېره مشهوره شوه.

انټر میلان لوبډلې مشر وویل:« نن ما یوه ډیره سخته پریکړه وکړه. د والټر مازاري د مشر روزونکی له دندې گوښه کول رښتیا هم چې ډیره سخته پریکړه وه. دا پریکړه ځکه سخته وه چې د نوموړي په موجودیت کې هم موږ ډیرې لاسته راوړنې لرلې او لوبډلې سره يي ډیر زیار گاللی غواړم چې له نوموړي څخه په ډیر درناوي سره مننه وکړم.»

د دغې لوبډلې خوښوونکو د مانسیني بیرته لوبډلې ته گرځیدل ټوله شپه ولمانځله او دا يي د دغې لوبډلې یو غوره اقدام وگڼلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x