نظــرنکات - د لطف الله خیر خوا کالم

مفکر کرامات لري

لیکوال: لطف الله خیرخوا – کالم: نکات

خوشبيني وانعطاف هم اندازه لري او پر بنسټ يې تعصب وافراط هم بې بريده نه وي. دا ځينې ياران خو عواطفو داسې پسې اخيستي چې هيڅ خپلې خبرې ته نه پوهيږي، چې څه وايي. د دوی يو “استاد” د مفکر د ملاتړ په هکله ليکي : يو سند و، لاسليک يې کړ. غلام يې بولې، خاين يې بولې، هر څه چې يې بولې، خو اخر څه کوې؟

دا ملنګ داسې عجيبه عواطفو نيولی، چې غلامي او خيانت هم د معافيت مستحق ګڼي، ځکه چې وايي د “اخواني” پښو ته يوه شګه لويږي هم غټه خبره ده!! وايي رايه مې هيچا ته نه ورکوله، خو احمدزي ته مې په دې رايه ورکړه، چې دی نسبتا مقابل لوري ته ملي و او هغه شديدا تنظيمي، نه مې غوښتل اخوانيان بې رقابته پاچايي وکړي!!

دا افراط ووينئ، چې هغه زر رنګه بدل شوی اخوانيت يې هم زړه داغي. دی(منلی) سره له دې چې کټار ملتپال دی، خو دلته ملت له ياده وباسي، ځکه خو غلامي او خيانت د معافيت خانې ته غورځوي، اما له زر رنګه بدل شوي اخواني نه ځان ان د غلام او خاين سړي په مټ ګټي او نسبتا(!) يې ملي ګڼي. ملنګ بيا هم نه دی پوه شوی چې داسې هدف ته يې رايه کارولې، چې يوازې او يوازې يې وخت ور ضايع کړی او بس.

دغه ډول خلکو او دريځونو ته په کتو سړی ويلی شي، چې مفکر به البته نور کرامات لري، ګنې دومره ستر خيانت سره سره يې مفکر ګڼل او دومره ورته خوشبينه کېدل چې ان هر ځای کې ترې د خارق العاده کارونو د صادرېدو تمه کول بله توجيه نه شي لرلی. کرامات خو به ځکه لري چې :

پاکستان ته يې لا سفر نه و کړی، ځينو پاڼو ليکلي وو، چې د مفکر سفر ګټور دی، دا سفر به ډېرې ستونزې هوارې کړي. سړی نه پوهيږي، چې پاکستان ته دوی د سرسخته دښمن په سترګه هم ګوري، د ځان پر ضد يې په هره وړه او غټه کې دخيل هم ګڼي، نړېوالو سره يې په درغله پاليسۍ هم تورنوي، د خپل جګري دوست هېواد هندوستان دښمن يې هم ګڼي، د خپل قوي مخالف لوري ملاتړی يې هم ګڼي، خو بيا هم د مفکر سفر او مخکې له دې چې سر ته ورسيږي، په خارق العاده توګه ښې پايلې لري. عجيبه نه ده؟

دا ټول د هغو تبليغاتو بد اغېز دی، چې ده ته يې د “مفکر” په ډول کوي. دوی داسې فکر کوي، چې ستونزه همدا وه، چې مفکر نه و، نور هيڅ نه شته! دا خلک که نور نه پوهيږي، د خپل پخواني رئيس (کرزي) خبرې دې واوري، چې اصل ستونزه امريکايانو کې ده او زرګونه نورې ستونزې يې زېږولي. وايي تر هغه چې موږ امريکايانو ته د سند د لاسليک انکار نه و کړی، پاکستان يو وار هم نه و کړی، خو کله چې ما امريکا ته شرطونه وړاندې کړل،پاکستان شروع وکړه او د امريکا غبرګون دا و، چې دا ستاسې خپله موضوع ده، درحل يې کړئ! ګويا که مفکر اساسي ستونزې سره هماغه زوړ تعامل کوي، نو ستونزه به پر ځای پاتې وي او که بيا هم دی کولی شي په زاړه تعامل ستونزه هواره کړي، نو بې شکه کرامت ته اړتيا لري!

مخکې تر مخکې د سفر د ښو پايلو په اړه يوه خبره شونې وه، چې رسنيو فکر کړی وي، چې سړی پوخ معامله ګر دی، په دوهمه ورځ يې امريکا سره سند لاسليک کړ، ځان يې تر عمره شرم ته وتاړه، همداسې کومه کانه به پاکستان کې هم وکړي، چې يو وارې موضوع ته د پای ټکی کېږدي. که داسې نه وي يا کرامت ونه لري، نو مخکې له سفره او له پای ته رسېدو مخکې دغسې يو لوري سره د خارق العاده مثبتو پايلو يقيني توقع ډېره بې منطقه خبره بريښي.

موضوع ته په پام سړی د رسنيو هغه بې منطقه تبليغ وترويج ته حيران شي او همدا ډول د مفکر خوشبين خلک خو د مايوسۍ تر بريده حيرانتيا وزېږوي، چې تر اقتصادي تړون لاسليکولو وړاندې د سفر موخې بيخي نا څرګندې وې، هيڅ دوی نه پوهېدل چې دومره مهم سفر، له دومره تړليو توقعاتو سره د کوم ستر هدف لپاره کيږي. دوی چوپه خوله ول، خو کله چې ډار او زاخېلوال لاسليکونه تبادله کړل، شور شو، چې مفکر له اقتصادي کړکۍ تعلقات پراخوي!! دلته دوی ته موضوع په لاس ورغله چې تجارت دوه چنده شو. دا ځای هم مفکر کرامت ځکه لري، چې د غله وزير په لاسليک تعلقات پراخوي، افغانستان ته پرې ګټه راوړي!! هېښوونکې ځکه ده، چې تر دا ننه مطبوعاتو د زاخېلوال د غلا په رابطه بحثونه کول، د دوی د فکر خلکو ترې په همدې غلو او خيانتګرو پرېکون وکړ، خو مفکر ځان سره سفر کې ملګری کړی، معاهدې پرې کوي او خوشبين ورپورې خپلې درنې درنې هيلې تړي!

که د غله په لاس د تعلقاتو د پياوړي کولو په اړه سر سري نکته چيني وکړو او سوال مطرح کړو، چې : څه ډول تعلقات پياوړي کوئ؟ پاکستان ته د امريکا له لوري د متوجه ګواښ په اړه څه ډول اطمئنان ورکولی شئ؟ په دې اړوند هغوی درباندې څومره اعتماد کولی شي؟ د خپل صميمي دوست هندوستان په نسبت پاکستان ته په څومره رول قانع ياست؟ که دوی پياوړي کوئ، هند څه ډول قانع کوئ؟ که نه، دوی د هند په پرتله په لږه ونډه قانع کولی شئ؟ پاکستانيان به فکر نه کوي، چې مفکر سره خو په پرېکړه او تصميم کې د امريکا سفارت او عبدالله هم شريک دی، څه ډول اعتماد درباندې کولی شي؟ دا له هغه ننګوونو سربېره چې اسلامي امارت د يوه حقيقي او لړزوونکي قوت په توګه تاسې ورسره مخ کوي. مفکر سره څه کرامت خامخا شته چې دا ديارلس کلنې معضلې په درېوو ورځو کې هواروي!
مفکر مخکې ځي او د افغانانو لپاره يو حياتي کار پر مخ بيايي، شونې ده له دې وروسته سوله، هوساينه، عامه رفاه او خوشالي بيخي ورکه نه شي… نواز شريف سره يې يو ځای کرکټ سيالي وکتله. ډېره حياتي موضوع ده! بايد د افغانستان د بيا رغونې، اقتصادي ودې، علمي پرمختګ لپاره همدا ډول حياتي سيالۍ تر سره شي!!

زه خو وايم د مفکر د سفر ګواښمن او کړوونکی کار همدا سيالي وه، چې د سفر اهداف، ګټې او پايلې يې له خلکو هېرې کړې. موږ وليدل چې ځوان قِشر همدې موضوع پسې ونښت او ان هغه ځوان هم بې هوښه شو، چې لږ تر لږه د مفکر سفر يې سطحي تعقيباوه. هغه ويښ ويده ځوان پر ځای پرېږده، چې دا ډول ډمامو ته نڅيږي.

د مفکر د سفر پر مهال يوه خبره مبهمه پاتې شوه، چې جي ايچ کيو کې د “پاک” پوځ قربانيانو ته سلامي د څه لپاره وشوه؟ د ګلونو ګېډۍ ورته ولې کېښودل شوې؟ د دومره سترې او خطرناکې دښمنۍ له تظاهر سره سره دومره صميميت په کوم قيمت تمام شوی؟

د راحيل د ملاقات په اړه هم جزيات نه دي ورکړل شوي، يوازې هماغه خبره تکرار شوه، چې راحيل کابل کې اعلان کړه، چې د مفکر د اردو افسرانو ته به روزنه ورکوي، يو او بل سره به امنيتي همکاري کوي. له همدې وروسته راحيل د امريکا پر لور وخوځېد او دلته د کرکټ سيالي په يوه بوږنوونکې ګرماګرمۍ کې پيل شوه. په لومړي ځل افغاني عفت په علني ډول په خپل مهجر کې د پړسول شوي شخصيت د شکلي سياستونو او اقداماتو ښکار شو…

درځئ د ژورې ارزونې په لور لاړ شو، علاماتي هڅې او شکلي اقدامات له اغېزه وغورځوو!

درځئ د تلويزيوني پردو او انټرنټي پاڼو له جعلکارۍ ځان وژغورو، ګنې د علم وفرهنګ په نوم به مو له څوارلس نيم سوه کاله پخواني جاهليته په بتر جاهليت ووژني!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

23 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هېواد احمدزی

له محترم لطف الله خيرخوا ورور څخه ډېره زياته مننه کوو، چې تل مو د سمې لارې او سم فکر پر لور لارښوونه کوي، که دغسې ليکوالان خدای مه که نه وای، ساده ولس په دغو درواغجنو او ښايسته شويو خبرو غولېدلی بولئ، رسنۍ دي چې د ملتونو حال بدلوي، فکرونه بدلوي او پر خلکو ډول ډول لوبې کوي، له سپک او رزيل شي نه به دروند او محبوب شی جوړوي او هغه څه به له ټولنې لرې کوي او د خلکو پام به ترې اړوي چې سل په سلو کې ضرورت ورته لري، ډېرې بېلګې يې ليدل شوي او… نور لوستل »

غوربندي

خیرخواه صیب

تاسو ته سلام او احترام

زمونږ جیره خورو لاسپوڅو (مرتزقه وو) باید پاکستان ته د مفکر صیب د سفر په غبرګون کې کوڅه-ډبې (مظاهرې) را ایستلې وای او د میډیا د کامرو مخې ته یې د پاکستان پر ضد ښه کلک کلک غپلي وای.

Malim

اشرف غنی څه کرامت لری؟ ما خو یی هیڅ کرامت ندی لیدلی؟ دی اوس کرامت چه در په در سوال ګر افغانستان یی په یوه میاشت کښی د اسیا ستر راتلونکی صادراتی هیواد تثبت کړ – دافغانستان ارزښت یی تر څلور سوه ټریلنه اوچت تثبیت کړ – طالیبان او ټالیبان یی پر کم وخت کښی سره جدا کړل – د طالبانو لپاره یی د اخلاص قدم واخیست او د اول ځل لپاره یی په پوره جرات او قاطعت وویل طالیبان تروریستان نه بلکه د افغانستان یو سیاسی خوځښت دی چه د دولت سیاسی مخالفین دی او ددوی ځینی اعتراضات برحق… نور لوستل »

محمودالغزنوی

محتلم أغلی مولیم ساپ ،دالاسته راوړنی اوقراردادونه خوکیداسی حقیقت ولری خودڅه په بدل کی ،دننګ،حیا،عزت،ناموس،افغانی جهادی غرور،آزادی ،خپلواکی،حریت،ناپیلتوب،ددیینی شعائرو،دینی معتقداتو،مساجد،أومدارسودتوهین أولیلام(نیلام)په عوض أوبدل کی ،که تا أوتارنګوچوپړیانوته داڅیزونه هیڅ أرزښت نه لری ،نوداسی چاته دأالله ج-رسول صلی الله علیه وسلم دیوث (دوس)ویلی فرمائ دوس به جنت ته داخل نسی پوښتنه وسوه هغه څوک ده قال الذی لایُغار علی أهله،قاتلک الله

Malim

د افغانستان د هر مرض د علاج نسخه اول یو داسی منشور ته ضرورت دی چه د اسلامی قانون په رڼاکښی جوړ او نړۍ ته یو ښه مثال اودافغانانودپرمختګ او افتخار وړوی، او د منشور مهم اساس باید د رهبری د عالی شورا او د مشورتی شورا اساس کیشودل وی. رهبری شورا د غړو ټاکل باید دلاندی اصولو سره سم وی چه د قرانکریم او محمدص د لارښودنو لنډیز دی. (1- الیف:- د رهبری شورا مختصر تفصل مسلمان، افغان ،عالم ،صالح ، مدبیر او کاسب (اهل) وی یعنی خونکار او په کبایرو کښی مبتلا نه وی، کبایر عبارت له ټولو… نور لوستل »

Malim

محمودالغزنوی وروره خپلی خبری دی هم ټولی بیرته تا او تا رنګو ته متوجی دی که په سر کښی د عقل وی نو د علت او معلول تعریف وکړه؟ کفار او دا ظلم وحشت بربریت یو معلول دی چه علت ټالیب جاهل او ماډرن مرتد دی. افسوس په دی مینځ کښی مو د د مظلوم ملت هیواد او د سپڅلی طالیب حیا ابرو عزت غیرت ژوند او هر څه تر پښو لاندی کړل که په مسجد کښی مرداری پرته وه نو سزایی امام ته نه بلکه هغه چه ته ورکول کیژی چه چا مرداری کړی او څوک د مسجد د… نور لوستل »

محمودالغزنوی

أغلی مولیم مرکبه ،ته رشتیاوایی دأمریکادراتک علت موږیو،ځکه أبرهه هلته خوله أجوی ،یرغل کوی أولښکری لیږی چیرته چی کعبه أوداسلام نورشعائروی ،کفری أحزاب پرهغه ځمکه أوهیوادراټولیږی چیرته چی داسلام أورسالت لمر،ستوری أوسپیڅلی رجال أوسی،عیسایان یهودیان ،روسان أومشرکین پرهغه أوندلس ،غرناته،ترکیه ،سمرقندبخاری ،أوګران هیوادتجاوزأوتیری کوی چیرته چی اسلامی عباسی،أموی،عثمانی أوعمری خلافت أوامارت آباداوسپیڅلی انسانان راټولوی هرڅه دیوه واحدلاشریک خدای ج-ترحکم لاندی ترسره کیږی ،أوکه تاریخ أوسیرت وګوری نوکفری لښکروهغه پریوهیوادبریالی سوی أوورننوتلی کله چی ستاپه څیرأبورغال،أبوداؤد،أبوعبدالله ،نورمامد،کارغل،أفیظ خائن،نجیب،برهان دین،سیاټوف،صبغی،قطب الدین،ګنجی،ډبل چټل،اوکرزوف ورته پل وهلی اوغلچکی لاری یی ورښو ولی دی ،که سړی یی په غوریی وګوره اوپدی خپله لیکنه کافریی ځکه… نور لوستل »

افغان ځلمی

د نن ټکی اسیا چلونکو ورونو السلام علیکم :
د نن ټکی اسیا ورونه ویده دی ، که کودتا پری شوی ، مونږ څو ځلی تری هیله وکړه او داځل تری جدی غوښتنه کوم ، چه داځینی خبیثان او غلامان له دی پاکی پاڼی د تل د پاره فلش کړه ، زما په اند د ا د دجال استخباراتی او ژباړن ماشین دی ، د خلکو ذهنیتونه خرابوی ، هو که داسی وی چه نه شی لیری کیدی بیله خبره ده

Malim

د افغانستان او د ټــــــــــــــــــــــــــــــــــــــول اسلامی امت د بد بختی سر غنه مــــــــــــــلا سیــــــــد ظـــــــــاهـــــــر شــــــاه خـــــــــــــــــــانه ته د ۶۶۶۶ الهی مقدسو ایاتونو څخه کاملا د 6166 ایاتونو څخه مخ ګرځوی نه یی کافر د قرانکریم د حکمت څخه مخ ګر ځوی نه یی کافر د یوه مقدس اسلام څخه مو تر سل زیات مذهبونه او اختلافاتی لاری جوړی کړی په دی هم نه یی کافر د مسلمانانو قتل عام در ته جهاد ښکاری او حکم د جهاد پر کوی پر دی هم نه یی کافر په اسلامی امت کښی د نفاق تخم شیندی په دی هم نه یی کافر… نور لوستل »

Malim

یوځل لاندی خبر ولوله که ضمیر او وجدان او ایمان لری نو دا خبر د رحمت اللعلمین له مقدسی مشفقی او خوژی تګلاری سره مقایسه کړه ایا دا د مسلمان کار دی پر دی هم کافر نه یی؟ [په پکتیکا کې یو ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل] داسی نور په زرهاوو کرغیړن کارونه دا ویل غواړی چه دا د جنابانو کار نه دی؟ متاسفانه ټول ثبونوه او شوهد پخپله زما سره موجود دی چه دا کار بد مرغو ټالیبانو کړ دا هم پریږده د اسلام دین د نظم او تدبیر او حکمت او ښی حکومت داری دین… نور لوستل »

سنګین

ګوډاګیان اوس بل کار نلري غیر دی مداریتوب نه. کله پاکستان ته منډي وهی چی تا سره یم هند سره نه یم. هند ته چی لاړ شی هندوانو ته وایی چی تاسو سره یم که نه یی منئ نو وګورئ چی هندوه درته وزیره کړم. دهزاره ګانو دخوشالولو لپاره به ایران ته چاپلوسی کوي، د ماهویستانو د خوشالۍ لپاره چین سره قراردادونه کوي. د خلقیانو او پرچمیان لپاره به پوتین ته سلامي وهی. په داخل کی بیا دوه ولسمشران په تقسیماتو نه سره جوړيږي. نو ګاونډیان خو هم څه خره ندی چی د داسی یوی بی صلاحیته او غلامی اداری… نور لوستل »

محمودالغزنوی

أبورغاله ستاله لیکونومی ستاپه أړه لاندی خبری زده أوته یی ښه راوپیزنلی،(۱)زموږپه هیوادکی یوه ډله خلګ دی چی ټول کړه وړه یی بعینه دخیرالقرون أُبی ابن سلول أودهغه پلویانوته ورته دی،یانی ددی آیت مصداق دی مذبذبین بین ذالک لآالی هؤلآءوالی هؤلآءومن یضلل الله فلن تجدله سبیلا،،چی دشریعت په اصطلاح کی دمنافقینوپه نوم یادسوی،دغه خلګ ددی پیړی دآل سلول ډله ده ،نن په نړی کی زموږدهیوادپه شمول دوه صفه په مقابله سره لګیادی یوه أولیاءالشیطان،دشیطان ډله امریکا،متحدین،أوغلامان یی،،بله ډله أولیاءالله ،دأالله ډله ،مجاهدین أودهغوی خواخوږی مسلمان دی،خودغه خلګ په یوه کی هم نه ځان ګډوی أونه ورګډدی،دغه خلګ یواځی پرخپلوځانومین أوعاشقان… نور لوستل »

Malim

مننه محمد غزنوی له لاندی لیکلو مو ثابته کړه چه واقعا د محمدص امتی نه بلکه د هغه جا امتی به یی چه مجوسی+ جوګی + بودایی+ یهودی + نصرانی عقیده ولری ستا لیکل می په هیڅ اسلامی تاریخ کښی تر نظر نه راځی واقعا بی مثاله لیکل مو کړی دی یو ځل یی بیا ولوله دکومی سپیی په غارکی په تکه توره تیاره کی لویی سوی،،په لنډوبه ووایم دهیچازوی هم نه یی ،کاذب،فحاش،متفحش،مفترئ أولعان انسان رنګه څلوربول یی ،أوزمادایقین ده چی تاته خلګ مالم (معلم)پدی أساس نه وایی چی ته ښوونکی یادکوم کمال څښتن یی بلکی پدی أساس درته… نور لوستل »

محمودالغزنوی

مالمه زه دی څه کوم،ته دی یوځل خپلی ټولی لیکنی په سړومغزو ولوله بیاله خپله ضمیره وپوښته چی دتعصب محض،حسد،کینی،أوبغض په بنیاد دقرآن اوأحادیثوپه رڼاکی دنړی په غوره أوبهتره انسانانوپسی دغسی بی حجته،بی دلیله أوبی اساسه خبری ،تورونه،أونومونه تړل ،ږدل أوکول روادی کنه؟نوکه پاک أوآزادضمیروی درته به ووایی چی نه خدای ج–ته توبه وکاږه ،،بل داواوره زه طالب أومجاهدنیم،خوبس دامی شعارده چی أُحب المجاهدین ولست منهم لعل الله یرزقنی بهم جهاداوفلاحاوصلاحاً

Malim

غزنوی صیب زما ټولی لیکنی بلکه زما په عملی زندګی کښی ستا د مشقی خط په شان الفاظ نشته زه منم چه زه ستا په شان یو رواجی بوسولمان نه یم زه یو داسی مسلمان یم چه د قرانکریم یو یو حرف باندی می ځانګړی تحقیق کړی او مطمین یم چه ه + ستا بوسولمان استادان تر اوسه هم د کلمی طیبی په مفهوم خبر نه یاست یو ایت خو لا ډیره لری خبره ده . ستا له پورته بوسولمانی لیکنی ستا د بوسولمانی اندازه هر چا ته ښکاره شوه زه په تکرار او بی له کومی مبالغی سره د… نور لوستل »

محمودالغزنوی

دیوسړی زویی په ځای(بستره)کی بولی کولی ،نوکوم دمګری(چوکوونکی)ته یی وروړی ؤ،،هغه چی دم وروکړهلک په ځای کی غول کول پیل کړل،یانی دبولوسره یی غول هم شروع کړل،،نومالیم ظالمه ماخوتاته آخیری لیکنه کی نرمی خبری په لنډو ولیکلی ماویل کیدایسی سړی سی،أودغه دبولو(فحش)ویلوناروغی دی ورسره ورکه سی ،خومتأسفانه ته لکه زما### چی څومره درباندی لاس تیره وی هغومره نورپسئ شخیږئ۰۰۰۰۰۰۰:لاوجدک الله،

Malim

ههههههه مجبور وبه خاندم په دی چه فحش ته وایی او تپی یی پرما زه یواځی حقایق لیکم دا هم ستا د مسلمانی حالت چه دری فرضی پوشتنی می در څخه وکړی خو پر ځای ددی چه د یو مسلمان په څیر درست ځواب ووایی بلکه د بی تربیی کوڅه دربو په شان د اسلامی او قرانی پوښتنو مثال له بولو او ….سره راوړ واقعا د تاسف ځای دی لکه مخکی می چه در ته ویلی وه چه مطمین یم د درستو ځوابونو بر ځای به چټیات ولیکی هم هاغه د وکړل ځکه ستاسو په خولی هم د هم دی… نور لوستل »

الفت

یارانو ر ښتیا ویل ترخه وی خیر زه به یی ووایم محمود جانه ستا مثال د اسلام یو توحین دی . او د مالیم دا قسم پوښتنی له داسی اشخاصو چه لا یی هم پخوا پیژندلی وه چه چټیات به وایی د هغه د غصی او کم عقلی دلیل دی ځکه چه پوهیژی هغه به ددی مهمو پوښتنو په ځواب کښی بولی او غول کوی دا په دی مانا شوه چه تا نه باید داسی کړی وای الله ج اول ما بیا هر مسلمان ته هدایت علم او ورسره حلیم او عمل ورکړی خیر خیرت به شی خو متکبر د… نور لوستل »

raz mohammed mohmend

khirkhwa jana(LUTFULLAH:; you know;talib are under control of pakistan,and pakistan is friend of turkey.and pakistan is under control of saudi arabia,china.amerika,and british;
THIS FOUR COUNTRY 1-SAUDI ARAB,2-CHINA,3- BRITISH 4-AMERIKA ALL FOUR CONTRY BRING PRESSURE ON PAKISTAN,AND FINALLY PAKISTAN WILL BRING PRESSURE ON TALIBS,
AFGHANS ARE TIRED FROM KILLING EACH OTHER,ASHRAFGHANI WANT PEACE WITH TALIBS,THEY CAN SHARE IN GOVERNMENT,
TALIBS CAN NOT TAKE POWER OF ALL AFGHANISTAN,AND AFGHAN GOVERNMENT CAN NOT DESTROIED ALL TALIBS.
PEACE IS GOOD FOR ALL AFGHANS,WE HOPE TO STOP ANY MORE KILLING OF AFGHAN BY AFGHAN,THANK YOU

محمودالغزنوی

ألفت خانه حق یاری زده کړه بیایی وه وایه که ماته وی أوکه بل ته ،،دمولیم یا(مُلام)پوښتنی پرځای پریږده ځکه دمنافق أوکعب بن أشرف ګنجی،له دغسی اسلامی أودینی پوښتنوسره څه کارده ،دغه ظالم حق ته باطل أوباطل ته حق وایی ،،تاسوألفت بایددمُلام ټولی لیکنی وګوری بیانوزمافحش ،چټییات أودمولیم أغی سره پرتله کړی بیاقضاوت وکړی ،لکه دغه ټالیب ،بوسلمان یهودی جوګی أوداسی نورنعوذبالله من ذالک کلهم

الفت

محمود ماما ملا د ماته سه زما دا ښکنځل نه بلکه د علمی منطقی دلایلو پر اساس می ویلی ځکه محمدص پر ټول ژوند ښکنځل نه دی کړی او څوک چه یی وکړی لکه تاسو چه اول تیری وکړ هغه یی منافق یا بوسولمان معرفی کړی د جوګی په هکله مهربانی وکړه په اسلام کښی له شریعت څخه ور په اخو بل ښه طریقت ثابت کړه ؟ ما ۱۹ کاله یواځی پر دی تحقیق وکړ ثابت می نه کړ لکه دیوبندی – بریلوی – نقشبندی – قادری – چشتیی – سروردیی اوس نو دوهمه خبره په سوره مایده او سوره… نور لوستل »

الفت

الفت زما تحلص دی مالیم الفت جنابه غوښته می غیر مستقیم د پوهه کړم خو هههههههه د بوسولمان پوهونه نا ممکین کار دی

محمودالغزنوی

ماولیم آفت ابن الآوی،ته ناروغ یی ،ته په هغه ناروغی أخته یی په کومه چی ستاپلارابلیس مبتلاوه.هغه لویی ،ځان لوی ښودل،أوتکبرده ،تکبریواشغال اوبیواکه هیوادده،چی ختیځ ته یی (حسد)لویدیځ ته ئ (بخل)شمال ته ئ(غیبت)أوجنوب ته یی،د(بهتان)هیوادموقعیت لری،فلازمینه ئ فاسد(زړه)ددی هیوادعمده تولیدات(هلاکت)دی صادرات ئ،۰خفګان)واردات ئ(غمونه)داهیوادقدیمی شاهی نظام لری،چی بادشاه ئ (شیطان)ستاپلارده،أو وزیریی (نفس)أوولیعهد یانائب الحکومة،یی ته محتلم یی،أوأوسیدونکی یی تاته ورته شنه خره ،جاهلان،أوبیغرته ناپوهان دی، دخدای ج-رسول صلی الله علیه وسلم یی داسی تعریف کړی،بطرالحق وغمة الناس،یانی حق نه منل ،ردول،أوخلق سپک کڼل ،په حقارت ورته کتل ،،دمکی مکرمی ،مشرکین ،أودمدنی منوری زادهماالله شرفاً،،هم په همدی مهلکه ناروغی أخته وو،ځکه خویی… نور لوستل »

Back to top button
23
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx