افغانستان

د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد څلور تنه ووژل او دوه يې ټپيان کړل

injured_childد خوست په صبرۍ ولسوالۍکې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د يو ماشوم په ګډون ٤ تنه وژل شوي او دوه ټپيان دي.

د صبرۍ ولسوالۍ جنايي مدير محمدعلي وويل، چې د بهرنيو ځواکو چورلکو نن سهار د خلبسات ښارګوټي په تېرزي هډه کې پر دوو سراچه ډوله موټرو بمبار کړى دى.

د نوموړي په وينا، چې په يو سراچه موټر کې دوه تنه وژل شوي، خو په اړه يې کره معلومات نه لري، چې ملکيان دي او که وسلوال.
خو هغه زياته کړه، چې په دويم موټر کې دوه تنه وژل شوي، چې يو په کې ماشوم دى او دوه تنه ټپيان دي، چې يو يې موټر چلوونکى او دويم يې ماشوم دى.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي وويل، چې د بهرنيو ځواکونو لخوا په هوايي بريد کې دوه وسلوالو او يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ملکي کسان ټپيان دي.
په خوست کې د مرکزي روغتون  نوکريوال ډاکټر بشير وويل، چې روغتون ته  شپږ ټپيان راوړل شوي او د دوو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دى.
د پيښې يو تن  ټپي محمد زمان  وويل، چې په سراچه  موټر کې شپږ تنه  سپارل ول او د بهرنيو په بمبار کې  ټول  ټپيان شول او زياتوي چې د هيڅ  يوې  وسلوالې ډلې سره اړيکې نلري.
د پيښې يو عيني شاهد رحيم الله وايي، چې نن سهار شاوخوا ٨ نيمې بجې دوو چورلکو د تېرزي په هډه کې په دوو سراچه موټرو بريد وکړ، چې په کې سپاره کسان ووژل شول.
 ده وويل، چې دغه موټرونه په هډه کې ولاړ وو، چې د چورلکو تر بريد لاندې راغلل، خو د وژل شويو کره شمېر نه دى ورته معلوم.
په کابل کې د ناټو د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دغه هوايي بريد تاييد کړ، خو وايي چې د مرګ ژوبلې د معلوملو په اړه يې څېړنې روانې دي.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

د خوست په صبرۍ ولسوالۍکې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د يو ماشوم په ګډون ٤ تنه وژل شوي او دوه ټپيان دي.

د صبرۍ ولسوالۍ جنايي مدير محمدعلي وويل، چې د بهرنيو ځواکو چورلکو نن سهار د خلبسات ښارګوټي په تېرزي هډه کې پر دوو سراچه ډوله موټرو بمبار کړى دى.

د نوموړي په وينا، چې په يو سراچه موټر کې دوه تنه وژل شوي، خو په اړه يې کره معلومات نه لري، چې ملکيان دي او که وسلوال.

خو هغه زياته کړه، چې په دويم موټر کې دوه تنه وژل شوي، چې يو په کې ماشوم دى او دوه تنه ټپيان دي، چې يو يې موټر چلوونکى او دويم يې ماشوم دى.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي وويل، چې د بهرنيو ځواکونو لخوا په هوايي بريد کې دوه وسلوالو او يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ملکي کسان ټپيان دي.

په خوست کې د مرکزي روغتون  نوکريوال ډاکټر بشير وويل، چې روغتون ته  شپږ ټپيان راوړل شوي او د دوو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دى.

د پيښې يو تن  ټپي محمد زمان  وويل، چې په سراچه  موټر کې شپږ تنه  سپارل ول او د بهرنيو په بمبار کې  ټول  ټپيان شول او زياتوي چې د هيڅ  يوې  وسلوالې ډلې سره اړيکې نلري.

د پيښې يو عيني شاهد رحيم الله وايي، چې نن سهار شاوخوا ٨ نيمې بجې دوو چورلکو د تېرزي په هډه کې په دوو سراچه موټرو بريد وکړ، چې په کې سپاره کسان ووژل شول.

 ده وويل، چې دغه موټرونه په هډه کې ولاړ وو، چې د چورلکو تر بريد لاندې راغلل، خو د وژل شويو کره شمېر نه دى ورته معلوم.

په کابل کې د ناټو د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دغه هوايي بريد تاييد کړ، خو وايي چې د مرګ ژوبلې د معلوملو په اړه يې څېړنې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x