
میرمن سمانثا لاهم ژوندۍ ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): ميرمن سمانثا ليوويت لاهم ژوندۍ او په صومالیاکې خپل جهادي فعالیتونه پرمخ بیايي.
د کینیا هیواد استخباراتي چارواکو هغه رپوټ ناسم بللی چې میرمن سمانثا ليوويت د اوکرانیا په جګړه کې وژل شوې ، میرمن سمانثا ليوويت چې برتانوي استخبارات یې د نړۍ په کچه تر ټولو خطرناکه میرمن بولي اوس هم له خپل خاوند سره یوځای په صومالیا کې پرخپلو جهادي فعالیتونو لګیاده.
د میرمن سمانثا ليوويت په اړه دغه نوي معلومات د ديلي ميل (Daily Mail)برتانوۍ مجلې په هغه تفصیلي رپوټ کې راغلي چې روسیې خبري آژانس د یوه خبر په غبرګون کې لیکلی .
روسيې خبرې آژانس په دې وروستیوکې خبرورکړ چې میرمن سمانثا ليوويت د اوکرانیا په جګړه کې ګډون درلود او دیوه روسي پوځي په ډزوکې ووژل شوه.
میرمن سمانثا ليوويت چې اوسنی نوم یې شریفه دى دا مهال د غربي استخباراتي شبکو اوهمدارازصومالیايي او کینیايي استخباراتو لخوا د سپینې کونډې (White Widow) په نوم ترتعقیب لاندې او د دې پرسر یې ۵ ملیونه ډالر جائزه ټاکلې.
نوموړې د۱۹۸۳ کال د دسمبر دمیاشتې په ۵ نیټه دشمالي ایرلنډ د بانبریدګ ښارپه یوې مسیحې کورنۍ زیږیدلې ، په ۱۸ کلنۍ کې اسلام قبول کړی او په ۲۰۰۲ کال کې له مسلمان جیرمن لیندسي سره واده كړی.
د میرمن سمانثا ليوويت خاوند په لندن کې د میشتو جهادي شبکو فعال غړی او د چاودیدونکو توکو ماهروه .
نوموړی په ۲۰۰۵ کال د لندن په هغو سرښندونکو عملیاتو کې ووژل شو چې د لندن داورګادي په سټیشن کې ترسره او له امله یې ۵۲ كسه مړه او ۷۰۰ نور ژوبل شول .
ميرمن سمانثا د خپل خاوند ترشهادت وروسته د هغه جهادي لاره تعقیب او تر ۲۰۰۹ کال پوري یې په انګلستان کې د عراق ، افغانستان او صومالیايي مجاهدینو لپاره مالي مرستې راټولولې.
په ۲۰۰۹ کال کې صومالیا ته ولاړه او هلته یې د حرکة شباب المجاهدین له یوه غړي فهمي جمال سالم سره واده وکړ.
اوس مهال په صومالیاکې اوسیږي او سره له دې چې نوموړې د نړۍ په کچه د غربي استخباراتي شبکو لخوا د یوې خطرناکې جهادې میرمنې په توګه تر تعقیب لاندې ده خو بیاهم په کینیااو صومالیايي کې په ډیرو پوځي فعالیتونه کې عملا شرکت لري او تراوسه پوري نه کینیايي او صومالي استخبارات او نه هم د هغوي حمایت کوونکي غربي استخباراتي شبکې د نوموړي د ځای پر معلومولو توانیدلي دي.