ټولنیزه برخه

د ماشوم په روزنه کې د کورنۍ رول

ترتیب او راټولنه: محمد خالد( ملکزی)

لومړۍ: د کورنۍ تعریف:

ټولنپوهانو د کورنۍ لپاره چې په عربي ژبه کې ورته ( أسره ) وائي ګڼ شمیر تعریفونه رامنځ ته کړیدي، چې په مناسب لنډیز سره به ئې په لا ندې ډول یادونه وکړو.

ابن منظور العربي په خپل کتاب ( لسان العرب) لیکلي: کورنۍ په لغت کې سپر او ډال ته وائي.

په معجم الوسیط کې د کورنۍ د تعریف په اړه لیکل شوي:(( أهل الرجل و عشیرته و الجماعة التی یربطها أمر مشترک)).

کورنۍ د یو تن د هغه خپلو خپلوانو او یا د هغې ډلې څخه عبارت دی چې ټول په ګډه سره د یو مشترک کار لپاره کار وکړي.

د منجد په کتاب کې چې د لغاتو یو مشهور قاموس دی لیکل شويدي چې : (( کلمة الأسرة تطلق علی العائلة و هی الزوج و الزوجة والأودلاد)).

یعنی داچې دکورنۍ تشکیل یو مثلثی شکل لري ، او له درې ګونو افرادو څخه جوړیږي چې له مور، پلار او اولاد څخه عبارت دي.

په قرآن عظیم الشان کې هم د کورنۍ کلیمه د یو چا مېرمنو، زامنو، او لمسیانو ته کارول شویده،لکه چې د سورة النحل په ۷۲ مبارک آیت کې رغلي دي: (( و الله جعل لکم من انفسکم ازواجا و جعل لکم من أزواجکم بنین و حفدة و رزقکم من الطیبات…) .الآیة.

شیخ عبدالرحمن سعدي (رحمه الله) فرمائي:ــ لوی څښتن تعالی په دې مبارک آیات کې پخپلو بندګانو باندې د یو ستر نعمت پیرزوینه کړیده ــ داسې چې د دوي لپاره ئې د ګډ ژوندانه لارې چارې ورښودلی دي،تر څو ډاډمن ژوند ولري ـ او بیا ئې د دوي د مېرمنو څخه داسې اولاد زیږولي دي چې د دوي سترګې پرې یخې شي ــ چې په ستونزو کې د دوي سره ملاتړ وکړي ــ د ژوند اړتیاوې ئې راکمې کړي ــ او بې شمیره ګټې ترې تر لاسه کړي.

کورنۍ د ټولنپوهانو په آند :

که څه هم د پوهانو تر منځ دکورنۍ کلیمه جلا جلا مفاهیم لري، او کوم ځانګړی تعریف نه لري، او نه هم دوي په یوه ټاکلی تعریف باندی سره یو شوي، خو د ځینو په نزد په لنډه توګه :
کورنۍ هغه ټولنیزه رابطه ده چې له خاوند او مېرمنې او له ماشومانو څخه رامنځ ته کیږي، او په پراخه کچه نیکونه، لمسیان، او یو لړ خپل خپلوان هم پکې شاملیږي، چې ټول سره ګډ ژوند لري، له همدې کبله د ځینو په آند هغه خاوند چې اولاد ونلري په حقیقت کې کورنۍ نه لري.

په عامه توګه د ځینو نورو په آند یوه کورنۍ هغه ټولنیز نظام دی چې له یو نارینه او د هغه د مېرمنې د پیوستون په نتیجه کې د یو منظم ټولنیز چوکاټ تر چتر لا ندې سره را منځ ته کیږي،خو د دوي په بیلتون سره بیرته له منځه وړل کیږي.

د کورنۍ ارزښت :

د ځمکې پر مخ تر ټولو سپېڅلې اړیکې بې له شکه چې کورنۍ اړيکې بلل کیږي،چې د واده څخه وروسته د دوو تنو د یو ځاې کیدو څخه ئې بنسټ را منځ ته کیږي، او په همدې توګه ئې دوخت په تېریدو سره د کورني افرادو شمیره مخ په زیاتیدو شي. کورنۍ په حقیقت کې د ټولنې هغه بنسټیز عنصر بلل کیږي،چې انسانان پکې د لومړۍ مدرسې په توګه د ژوند درسونه زده کوي.

پوهان وائي: ((کورنۍ یوه کوچنۍ ټولنه ده، او هغه چاپیریال دی چې کوچنیان پکې را لوئيږي، او یا هغه کلا ده چې د هغې ترچتر لا ندی دوي شپې او ورځې تیروي)).

کورنۍ د ټولنې لپاره د مور حیثیت لري، او نه یواځې دا چې د ټولنې د رامنځ ته کیدو اساسي لامل ګڼل کیږي، بلکه په سمه معنا استغناء او خلاصون ترې ناشونې دی.

د کورنۍ د شتون له کبله بشري ژوند تر ننه غزیدلی دی، او لا تر ننه د ځمکې پر مخ بشري توکم پایښت لري،که کورنۍ ژوند نه وای رامنځ ته شوای نو نن به دشیطان صفته انسانانو له لاسه دځمکې پر مخ بشر هم نه وای، او نه به د دوي ژوند په منظم ډول سره لکه نن چې پر مخ ځي پرمخ تللای.

په فطري ډول هر انسان کور، مېرمنې او اولاد ته اړتیا لري، او له دې ۳ څیزونو سره خپله لېوالتیا ښکاره کوي.

لکه څرنګه چې کورنۍ د ټولنې د بیا رغونې او پرمختګ لپاره لومړنۍ خښته ګڼل کیږي، له همدې کبله ټولو ادیانو ورته پاملرنه کړیده ــ که څه هم چې د اسلام سپیڅلي دین په دې لړ کې تر ټولو مخکښه دی . او تر ټولو زیات ئې کورنۍ ته په خورا توقیر او درنښت سره کتلي دي، او په دې اړه ئې ګڼ شمېر توجیهات او لارښودنې خپلو پېروانو ته وړاندې کړیدي.

له همدې کبله په اسلام کې أهل او اولاد أمانت ګڼل کیږي، او د ورسپارل شوي مسؤلیت په اړه به ترې پوښتنه کیږي، نو په ټولنه کې والدین، د قلم خاوندان، د ټولنې مخکښان، دعات او د رسنیو پر مخ وړونکي دا دنده او وجیبه لري تر څو خپل اولاد ته په لمانځه باندی أمر وکړي، له ناروا او محرماتو څخه ئې راستانه کړي، او د خپلې کورنۍ په صالحه او سالمه توګه ساتلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

غربي کورنۍ:

په غربي ټولنه کې کورنی نظام په بشپړه توګه له منځه تللی دی او کورنۍ له تفکیک او تشتت سره مخامخ شویده، پر دغسې کنګل شوی ټولنه کې پریوتي اخلاقو ترویج موندلی دی، د اولاد د بیلارتیا لاملونه هم زیات دي، خو په لنډه توګه ویلای شو چې د فساد دروازه هغه مهال پرانستل شوه چې کله پکې کورنۍ نظام له ګواښونو او ننګونو سره مخ شو، له همدې کبله هلته هر تن یواځې او يواځې دخپل ځان مسؤلیت پر غاړه لري، د والدینو څخه بیلتون او جدائي خپل مسلم حق ګڼي، او لکه څرنګه چې ئې خوښه وي په هماغه ډول خپل واکي تر لاسه کوي، او خپلسري کړنې تر سره کوي. نومونږ باید دلوی څښتن تعالی څخه د اسلام په ستر نعمت باندې شکر وباسو.

د دې خبرې یادونه باید هم وکړو چې غرب په نسبي شکل کورنۍ ته خپله توجه او پاملرنه راګرځولی ده، خو اساسات پکې له منځه تللي دي،او ددغه جهان شموله قضېې د احیاء او بیا را ژوندي کیدو لپاره ئې یو لړ نهادونه ،نړیوال سازمانونه او راز راز ډلې ټپلې را منځ ته کړیدي،ګڼ شمیر لیکوالان ئې دی مهم ټولنیز ډګر ته هڅولي دي تر څو یو څه مقالې او کتابونه ولیکي، په یو شمیر مجلو او اخبارونو کې به هم تاسې په دې اړه یو څه مقالات لوستی وي، تر څو د کورنۍ د بیا رغونې لپاره خپلې هلې لاپسې چټکې کړي، او وکولای شي معاصرې کورنۍ رامنځ ته کړي.

له همدې کبله کله کله مونږ حتی په ملي او نړیوالو رسنیو کې د ماشومانو د حقوقو، د ښځو د حقوقو او د لورګانو د حقوقو…… تر نامه لاندې تش په نامه ناری اورو چې له بده مرغه نه پخپله په غرب کې او نه هم د دیموکراسۍ په رنګ رنګ شوو هیوادونو کې کومه عملي بڼه لري .

دریم:له اسلام څخه وړاندې کورنۍ:

د اسلام د سپیڅلي دین څخه وړاندې مېرمن هم د عربو په نزد او هم د غربي منحوس نظام پر وړاندې مظلومه او بې وسه وه. له خپلواکۍ څخه به په کلي توګه بې برخې او په مال او تجارت کولو کې ئې هیڅ ډول استقلالیت او واکمني نشوای درلودلای، د استبداد او ظلم په دغسې تورو شپو او ورځو کې نه ئې هم دخُلعې او نه ئې هم د طلاق د اخستلو په اړه غږ پورته کولای شوای، بل لوري ته به چې خاوند د څومره مېرمنو د درلودلو تلوسه او غوښتنه کوله، په هماغه کچه به ئې له بې شمیره مېرمنو سره فزیکي اړیکی درلودلای شوای.

د جاهلیت په دغسې یوه مسبتده ټولنه کې چې هر لوري ته به زوراکي وه د میرمنو سره د واده لپاره کوم خاص قیدو بند، شروط او مقرراتو شتون نه درلود، د یو ټاکلي شمیر د نه شتون له کبله به هر نارینه د خپل وس او توان تر بریده دمیرمنو سره د خپلو نفسي غرائزو او غوښتنو د پوره کولو لپاره له ګڼ شمېر مېرمنو سره فزیکي قرابتونه تر سره کول.

دا او دیته ورته نورې ټولنیزې ناخوالی همدیته اشاره کوي چې ټولنه له اخلاقي فقر سره لاس او ګریوان وه، پریوتواخلاقو هرلوري ته سرایت کړای ؤ، او په لنډه توګه ویلای شو چې د اسلام څخه وړاندې د میرمنو وضعیت او حالت خورا دردونکی ؤ.

څلورم: په اسلام کې کورنۍ:

د اسلام بشر دوسته دین نړۍ ته د بشر وژنې د مخنیوۍ درسونه ورکړل، د بشر د نجات پیغامونه ئې هر لوري ته خواره کړل، او د لوڼو د ژوندي خښول ئې چې هغه مهال د ټولنې یو عام عرف او دود ګرځیدلی ؤ، په کلکه سره وغنده. د اسلام په راتګ سره مېرمنې په میراث کې سهیمې او شریکې شوی. په کورني نظام کې میرمنو ته دا حق ورکړل شو چې مېرمنه هم کولای شي د نارینه ؤ په څير د کورنیو او ټولنیزو چارو په اړه مشوره ورکړي او په ډاګه سره خپله رأیه او نظر څرګند کړي.

اسلام خپلو پیروانو ته دا څرګنده کړه چې د جینۍ پلار او یا کوم سر پرست دا حق نه لري چې چاته ئې بالجبر او په ناخوښۍ سره په نکاح ورکړي.

له دې پرته پر خاوند ئې د مېرمنې نفقه، لباس، هستوګنځې واجب او لا زم وګرځاوه.

د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې ویلای شو چې خاوند دا حق نه لري چې د خوړو په پخولو، د کور په جارو کولو، او یا هم اولا دته په تي ورکولوباندی مجبوره کړي، مګر دا چې مېرمن پخپله دا چارې ترسره کول وغواړي.

دا چې یوه کورنۍ ژوند په ګډو همکاریو او یو دبل سره په هر اړخیزه مرستو باندی استواره ده، نو له همدې کبله ښځې ته ښائي چې د کور دننه چارې پخپله خوښه سرته ورسوي، او خاوند ته ښائي چې د کور څخه بهر چارې سرته ورسوي.

پنځم:د اولاد په روزنه کې د کورنۍ نقش:

عموما څو شیان دي چې پر اولاد رغنده اغیزه لري، لکه ، ټولنه،مسجد، مدرسه ، ملګری او داسې نور

او یو له هغو څخه هم کورنۍ ده،نو ویلا ی شو چې د اولاد په سالمه روزنه او پالنه کې یوه کورنۍ خورا مهم نقش او کردار لوبولای شي ـــ یعنې کورنۍ ده چې ټولنې ته خېر غوښتونکي او د اسلام د سپڅلې مفکورې مدافعین وړاندی کولای شي، او په دې اړه د حضرت عمر بن العزیز ( رحمه الله ) یوه ډېره ښکلی مقوله ده چې فرمائي:

(( الصلاح من الله،و الأدب من الآباء).

هدایت او نېغې لارې ته ښودنه د لوی څښتن تعالی په واک کې دي، مګر سالمه روزنه ئې د والدینو مسؤلیت دی.

په یوه بله مقوله کې راغلي دي: (( ‌إن وراء کل رجل عظیم، أبوین مربیین )).

د هر ستر شخصیت تر شا روزونکي مور او پلار وي.

په یوه بله مقوله کې د سترو شخصیتونو د منځ ته راتللو په اړه ویل شویدي: (( الرجال لا یولدون، بل یصنعون)).

ستری هستۍ او لوړ شخصیتونه زیږول کیږي نه ،بلکې جوړیږي.

د اسلامي تاریخ د ځلانده ستوري صلاح الدین ایوبي د ژوند په اړه که لنډه شننه او تحلیل وکړو، نو وبه مومو چې د نوموړي دبریالیتوب ستر راز د هغه د کورنۍ سالمه پالنه او روزنه وه. نو مور او پلار ته ښائي چې خپلې ټولنې ته داسې اولاد وړاندی کړی چې په تولنه کې د حق تلفیو مخنیوی وکړي.

استاد یحیی حسین یو کتاب لیکلی دی چې عنوان ئې دی( عظماء اشتهرو بأمهاتهم).

او په دې کتاب کې ئې د صلاح الدین ایوبي ( رحمه الله ) څخه پرته د هغو برمیالو څېرو او نخبه شخصیتونو یادونه کړیده چې د نړۍ پر تاریخ ئې أغیزې شیندلي دي، او دنړۍ نقشې ئې بدلی کړیدي.
ابن القیم ( رحمه الله) فرمائي:

چاچې د اولاد په تعلیم کې له اهمال او بې پروائي څخه کار واخسته، او خپل اولاد ئې همداسې پریښودل،نو دا ئې د دوي سره ستر خیانت او جفاء کړیده، ځکه هر کله که اولاد فاسدیږي نو اساسي لامل ئې همدا والدین وي، دوي ورته په ژوند کې د فرائضو ښودنه نه وي کړي، ټولنیز آداب ئې ورته نه وي ورښوولي، نو په کوچني توب کې دوي پخپله د دوي ژوند تباه کړ، او هر کله چې ئې اولاد بیا راستر شي،نو نه هم ځان او نه هم خپلې کورنۍ ته څه خیر رسولی شي.

یوه لنډه کیسه:

د حضرت عمر بن الخطاب په زمانه کې یو تن د خپل زوی د نافرمانۍ څخه ګیله او شکوه وکړه، (( فطلب عمر: أن يلقى ابنه، فسأل الابن عن عقوقه لوالده، فقال: إن أبي سماني جُعُلاً، ولم يعلمني آية واحدة…))

نو حضرت عمر (رضی الله عنه) ئې زوی راوباله او ترې د نافرمانۍ او ناغیړۍ پوښتنه وکړه، هلک ځواب ورکړ، پلار مې د ګونګټې په څیر د تک تور سړي نوم ما ته اخلي، نه ئې هم د قرآن کریم کوم آیات راته زده کړیدی….. ((فقال عمر للرجل: لقد عققت ابنك قبل أن يعقك)).

حضرت عمر (رضی الله عنه ) ورته وفرمایل: ((لقد عققت ابنک قبل أن یعقک )).

تا مخکې له دې چې زوی دی ستا نافرماني وکړی د خپل زوی نافرماني کړیده او د هغه ګرد حقوق دی پایمال کړیدي.

پورته د جعلا کلمه ذکر شویده،او دا په عربي کې ډیره بده او پریوته کلیمه ده، چې ډېرې معناوی لري،اودلته ئي د ۳ معناګانویادونه کوو:

۱: لجوج ( یعنې شله انسان)

۲: الأسود الدمیم ( یعنې تک تور شخص)

۳: هغه توره حشره ده چې د انسان له بولو څخه رامنځ ته کیږي، او ژوند ئې په بولو کې وي، او په پښتو کې د ګونګټي او غوباړي په نامه سره یادیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close